په ټولنیزو رسنیو کې د خوندي پاتې کېدو لپاره ۱۰ لس مهمې لارښوونې

نن سبا له مونږ او تاسو سره د ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام، سنپ چټ، ټک ټاک او نور ګڼ پروګرامونه شته چې دغه لارښوونې په کې ډیرې مهمې دي. دغه رسنۍ چې مونږ او تاسو یې د مجازي نړۍ کې له نور سره وصل کړي یو؛ کېدای شي مونږ ته خورا زیات زیان واړوي، نو په دې خاطر په ټولینزو رسنیو کې د خوندي پاتې کیدو لپاره لس ۱۰ غوره لارښوونې در په ګوته کوو:

یو غښتلی پټ نوم یا پاسورډ وکاروئ. ستاسو پاسورډ چې څومره لوی او غښتلی وي هغومره به تاسو خوندي پاتې شئ.
د مختلفو ټولنیزو رسنیو د استعمال پر وخت مختلف پاسورډ استعمال کړئ. ځینې خلک شته چې ټولو رسنیو ته یې یو شان پاسورډ ورکړی وي. نو په دې سره به ستاسو معلومات خوندي نه وي.
په زیاتو ټولنیزو رسنیو کې د خوندي پاتې کېدو لپاره امنیتي ځوابه پرې فعالیږي. نو تاسو هم دغه ځوابونه له مخکې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې فعاله کړئ.
که چېرې تاسو ټولنیزې رسنۍ په خپل تلیفون کې استعمالوئ نو ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو تلیفون پټ نوم یا پاسورډ ساتي.
هغه څوک چې نه یې پیژنئ د ملګرتیا لپاره ورته درخواست مه کوئ. او هم هغه څوک چې نه پیژنئ د ملګرتیا درخواست یې مه قبلوئ. کېدای شي دا ملګرتیا ستاسو لپاره خطرناکه اوسئ.
لینکونه په احتیاط سره خلاصوئ، مطلب که چېرې کوم لینک تاسو ته خطرناک ښکاره شو نو مه یې خلاصوئ. ټولینزې رسنۍ اکثره د همدې خطرناک لینکونو په واسطه هیک کیږي.
ډیر پام وکړئ چې تاسو څه شریکوئ. هیڅکله خپل حساس شخصي معلومات لکه د اوسېدو ځای، مالي معلومات، تلیفون شمېره او همداسې نور هغه معلومات چې تاسو نه غواړئ له نورو سره شریک کړئ. څومره زیات چې تاسو شریکوئ نو هغومره به ستاسو هویت غلا کیږي.
د هرې ټولینزې رسنۍ د استعمال څخه مخکې کوښښ وکړئ چې د هغوې د محرمیت له پالیسۍ سره اشنا شئ، چې ایا دوی ستاسو معلومات پټ ساتي او کنه تاسو باید خپل معلومات پټ کړئ.
خپل کمپیوټر مو د انټي وایرس په انسټالولو سره خوندي کړئ.
او همدارنګه ډاډ ترلاسه کړئ چې ستاسو وینډوز، براوزر او نور سافټویر تر همدې تاریخه پورې اپډیټ دي او کنه.
په یاد وساتې، کله چې مو خپل کارونه مکمل کړل نو له رسنۍ څخه ووځئ.

سرچینه: لیکوال نشریه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button