د نړۍ تر ټولو ستر قلم چې څلور تنه یې انتقالولی شي

د نړۍ تر ټولو ستر قلم چې څلور تنه یې انتقالولی شي، د هندي اچاریه مکیونری سري نواس له لوري جوړ شوی.
۵۶ کلن اچاریه چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د نړۍ تر ټولو ستر قلم په تیارولو سره نوم په ورلډ ګېنز بک کې ثبت شو، د هند د حیدراباد ایالت په نظام اباد سیمه کې اوسیږي.
دغه قلم اوږدوالی ۵.۵ میتره دی او د پورته کولو لپاره یې ۴ کسانو ته اړتیا ده.
باید وویل شي چې دغه قلم له فلز جوړ شوی چې سرپوښ یې هم شاوخوا یو متر اوږدوالی لري او د سر له لوري رنګ پکې اچول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: