له «تعليم يافته» طبقې يوه ګيله!

ليکنه: ډاکتر سعيد ځدراڼ
اوس مهال عموماً د خلکو تر منځ «تعليم يافته» يوازې هغه چا ته ويل کيږي چې په عصري علومو کې تکړه وي، پوهنتونونو څخه فارغ او د لسانس، ماسټري او دکتورا اسناد ولري، خو طالبان، ملايان او له کليوالي مدرسو فارغ علماء؛ د ماده پرستو خلکو پر وړاندې چندان اهميت او ارزښت نه لري، هغوی يوازې مذهبي مشران بلل کيږي او فقط د لمونځونو، ختمونو، نکاحو، جنازو او فاتحو پر مهال يې وربولي.
نو زما ګيله هم له هغو «تعليم يافته» خلکو ده چې عصري علوم يې لوستي دي، ځان او خپل مسلک له علماؤ پورته ګڼي او د هغوی په پرتله خپل ځان ورته هوښيار او د حکومتولي او رهبري وړ ښکاري.
دوی د همدې تش لاسو طالبانو او بې وسه علماؤ هغه احسانونه هېر کړي، چې د خپل سر په بيه يې وطن له داخلي او خارجي لېوانو وژغوره، د تجزيې مخه يې ونيوله او ټول هېواد کې يې سراسر امن قائم کړ.
کله چې د تنظيمي جګړو پر مهال ټول هېوادوال تر پوزې راغلي وو، همدا د مدرسو طالبان او ملايان راپورته شول، ټول هېواد ته يې مثالي امن ډالۍ کړ او ايله چې ولس د امن ساه واخيسته. بيا په نشت امکاناتو او د ټولې نړۍ له جفا سره، سره يې حکومت جوړ کړ، په ټول کابل کې يو وزارت او رياست روغ نه و پاتې؛ حتی کړکۍ او دروازې يې هم چور شوې وې، همدغو بې وسه طالبانو وزارتونه او ټولې حکومتي ودانۍ بيا ورغولې، له سيمه ايزو او ګاونډيو هېوادونو سره يې د مهمو اقتصادي پروژو په اړه بحثونه وکړل او يو څه مهم تړونونه يې هم ورسره لاسليک شول.
دلته يوه يادونه ضروري بولم، هغه دا چې ځينې خلک وايي د تېر امارت پر مهال د هېواد د بيا رغونې کچه صفر وه، خو کله چې له صليبي يرغل وروسته نوی ديموکرات حکومت جوړ شو او د علماؤ پر ځای د عصري تعليم والا پر دندو وګمارل شول، هېواد ښاد او اباد شو.
نو ځواب دا دی چې د طالبانو له حکومت سره ګرده نړۍ کې هيچا هم مرسته نه کوله او يوازنۍ ګناه يې همدا وه چې ولې يې اسلامي نظام نافذ کړی، مګر ديموکراتانو ته له ګردې نړۍ مرستې راتللې او ټولو يې ملاتړ کاوه. نو که دومره مرسته امارت تر لاسه کړې وای، هېواد به تر دې سل چنده زيات اباد و، ځکه چې دغو غلو چارواکو خو بې شمېره غلاوې پکې وکړې، يوه يې مصرفوله او نهه يې پټولې او همدا وجه وه چې ميليونران شول.
بيا کله چې صليبيانو اشر را وکړ او زموږ اسلامي نظام يې نسکور کړ، نو بيا همدا بې وزله طالبان او عالمان وو چې د هېواد د ازادۍ لپاره د خپل سر په بيه مقابلې ته وړاندې شول، په زرګونو شهيدان، زخميان او بنديان شول. د همدغو رباني علماؤ په هڅو او قربانيو بالاخره هغه لوی صليبي لښکر هم مات او تېښتې ته اړ شو، چې د يرغل پر مهال يې د لوی ملا صاحب رحمه الله په ګډون له يو څو علماؤ پرته، بل هيچا دا اټکل نه کاوه چې دغه د احزابو لښکر به هم يوه ورځ ماتيږي. خلکو هغه مهال د طالبانو او علماؤ مبارزه له غره سره د ښکر جنګولو په معنی اخيسته او دوی يې لېونيان او د پرديو استخباراتو غلامان بلل!
مګر دا دی نن چې الحمدلله ټول صليبي بلاک مات او ګران هېواد آزاد شو، نو هماغه «تعليم يافته» اوس بيا له بهره او ځينې يې په داخل کې نارې وهي چې ولې ټوله کابينه او ټول واليان او مرستيالان يې علماء دي؟
دوی ته وايو: د افغانستان اسلامي امارت په رهبري کې خورا ځيرک او هوښيار علماء موجود دي، هغوی عصري تعليم فرض او د وخت لويه اړتيا بولي، د ديني علومو او عصري علومو د فارغينو او محصلينو تر منځ هيڅ واټن نه مني، هر مسلمان خپل ورور ګڼي او هڅه کوي چې د عصري علومو د ټولو څانګو متخصصين او لوستي خلک د ځان ملګري او په اړوندو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت کولو موقع برابره کړي.
خو دا چې دغه طبقه خلک په تېر شل کلن جهاد کې ډېر کم، بلکې د نشت برابر وو او بر عکس په سپېڅلي جهاد پسې يې ډول ډول خبرې هم کولې، نو نن چې نظام د علماؤ لاس ته ورغی اوس په دغسې خلکو هيڅ باور نه شي کېدای!
البته هغه پاک خلک چې نه يې د تېر شل کلن جهاد په دوران کې مجاهدينو پسې بد رد ويلي او نه يې د بهرنيو يرغلګرو ملاتړ کړی، هغوی قدرمن خلک دي، دا هېواد او ولس ورته ضرورت لري او ټول به په خپلو مناسبو برخو کې پر دندو ټاکل کيږي، لکه څرنګه چې اوس دغه لړۍ روانه ده.
نو خلاصه دا چې د عصري علومو فارغين او متخصصين بايد ومني، څرنګه چې د هېواد د ازادۍ په مبارزه کې علماؤ فعاله ونډه درلوده، همدغه راز د نظام رهبري هم بايد د علماؤ په لاس کې وي. البته په لاندې برخو کې خو به حتماً د خپل مسلک خلک ټاکل کيږي. دا خو نه شي کېدای چې د روغتونونو او د بانکونو کارمندان هم ګرد سره علماؤ وي. مګر رهبري بايد د علماؤ په لاس کې وي او همدا د اسلام غوښتنه او د مسلمانانو له شان سره مناسبه چاره ده. نو د عصري علومو فارغين او متخصصين چې غواړي په رښتينې توګه د هېواد او هېوادوالو خدمت وکړي، بايد چې د نظام د جوړښت لپاره کار وکړي، له تخريبي څرګندونو او اعمالو دې لاس واخلي او د علماؤ تر واک لاندې کار کول دې ځان ته شرم نه ګڼي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button