”د سي آی اې په جرمونو تورن افغان نیابتي جګړه ماران امریکا کې نوی ژوند پیلوي“

عزم نیوز (چارشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۰): انټرسیپټ رسنۍ د اکتوبر په شپږمه له افغانستانه د امریکايي استخباراتي ادارې د افغان ملېشو د ایستل کېدو په اړه راپور خپور کړی دی.

رسنۍ په راپور کې لیکلي چې سي آی اې د خپلو افغان ملېشو د قطعو نږدې ۷۰۰۰ غړي له افغانستانه ایستلي دي. څو ورځې وړاندې، واشنګټن پوسټ خبر ورکړی و چې د سي آی اې د افغان ملېشو ټولټال ۲۰۰۰۰ غړي او د هغوی کورنۍ له افغانستانه ایستل شوې دي.

انټرسیپټ ته د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مرستیال رئیسې، پيټریشیا ګوسمن، ویلي چې متحده ایالتونه باید په خپله خاوره کې د بشري حقونو نقضوونکو ته ځای ورنکړي. د ګوسمن په خبره، متحده ایالتونه باید هغو کسانو ته خوندي پناه ځای ورنکړي چې د جنګي جرمونو او د بشري حقونو د جدي نقضونو مرتکبین پاتې شوي دي.

راپور لیکي چې د صفري قطعاتو زیاتره غړي قطر ته وړل شوي، چیرې چې د سي آی اې افسرانو امریکا ته د دوی د لېږلو لپاره کار کاوه. د دې ملېشو غړي د امریکا د ویرجینیا او نیوجرسي ایالتونو په پوځي اډو، او د جرمني په رمسټاین بېس کې دېره دي او په امریکا کې مېشتېدو ته انتظار کوي. یوه مخکیني افغان چارواکي رسنۍ ته ویلي چې د صفري قطعاتو د غړو یوه کوچنۍ ډله په متحده عربي اماراتو کې ده چې په نږدې اوونیو کې به امریکا ته انتقال شي.

راپور وړاندې لیکي، سي آی اې خپل ایجنټان ایستلي، خو د مخکیني حکومت د کمانډو ځواکونو ګڼ شمېر غړي لا هم په افغانستان کې دي. د قطعه خاص په نوم تشکیل عسکر وايي چې له دوی سره له هېواده د ایستل کېدو په اړه هیڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې.

انټرسیپټ لیکي، د صفري قطعاتو پیل د غیرقانوني کمانډو ځواک په حیث وشو چې کنټرول یې د سي آی اې په لاس کې و او د ملي ضربتي قطعو په نوم یادېدې. سي آی اې دې ټیمونو ته د چریکي جنګ روزنه ورکړه او د هېواد په شمال او ختیځ کې یې د پاکستان له کرښې سره نږدې د چریکي عملیاتو لپاره کارول. د دې کار اصل مقصد تر ډېره حده دا و چې په پاکستان کې دننه سي آی اې پرته له دې چې ګوته ورته ونیول شي چاپې ووهي. صفري قطعاتو سي آی اې ته اجازه ورکړه چې د دوی په دستور د ترسره شویو عملیاتو له محاسبې ځان خلاص کړي.

په راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۰ز کال کې مخکیني کابل حکومت له سي آی اې سره هوکړه وکړه چې دا ملي ضربتي قطعې د ملي امنیت ریاست او سي آی اې په مشترک پروګرام بدل کړي. عملیات به په ګډه کېدل، خو د دې قطعو تمویل د امریکا حکومت کاوه. انټرسیپټ ته دا خبرې هغو دوو مخکینیو افغان چارواکو کړې چې په دې معامله کې یې لاس درلود. رسنۍ وايي، په ګډ پروګرام د دې ملېشو په بدلېدو سره سي آی اې د بشري حقونو د سرغړونو له تورونو انکار په آسانۍ سره کولای شوای.

راپور لیکي، په ۲۰۱۹ز کال کې د افغانستان د هغه وخت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل چې صفري قطعات د سي آی اې په کنټرول کې دي، دوی یې له تشکیل، عملیاتو او ښکېلو اړخونو په بشپړ ډول خبر نه دي.

انټرسیپټ د مخکیني افغان استخباراتو د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې په تېره جنوري میاشت کې واک ته د جو بایډن په رسېدو سره، سي آی اې د ملي امنیت ریاست ته د یوه کال بودیجه ورکړه او ورته ویې ویل چې نور د صفري قطعاتو ملاتړ او تمویل نشي کولای.

رسنۍ په خپل راپور کې د کابل له نړیوال هوايي ډګره د خلکو انخلاء ته هم اشاره کړې، او وايي چې هغه وخت ۰۱ قطعې له امریکايي ځواکونو سره زیاته مرسته کوله، شپه ورځ به یې د خلکو د پاشلو لپاره هوايي ډزې کولې، تلاشي به یې کوله او د هوايي ډګر د دروازو امنیت یې ساته.

راپور لیکي، د اګست د اخیري ورځو په یوه ماښام د ۰۱ قطعې یوه قوماندان د انټرسیپټ له یوه ژورنالیسته وغوښتل چې ځان د ده امریکايي مشر ته وروپېژني. د نوموړي مافوق امریکايي بېسبال خولۍ پر سر کړې وه او تفنګچه یې پر ورانه راځړولې وه، خبریال ته یې وویل که وتل غواړي نو باید ژر تر ژره الوتکې ته پورته شي ځکه چې ژر به ”زما د خپلو کسانو“ د ایستلو نوبت راورسیږي. له خپلو کسانو د هغه مطلب د ۰۱ قطعې عسکر وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button