نړیوالې رسنۍ: کاتولیکو پادریانو په ۷ لسیزو کې ۲۱۶۰۰۰ ماشومانو باندې جنسي تیری کړی

عزم (پنجشنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۰): بي بي سي، رویټرز، یورو نیوز، سې اېن اېن، نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، فرانس پریس، اسوشیټيډ، ګارډین او ګڼو نورو معتبرو نړیوالو رسنیو په خپلو وروستیو ګڼو کې د فرانسې یوې سترې فاجعې ته پام اړولی او راپورونه یې پرې خپاره کړي.
بي بي سي په یو اوږد څیړنیز راپور کې چې د تېرو دریو کلونو پرمهال سلګونو مخونو کې ترتیب شوی، لیکلي: “فرانسه کې له ۱۹۵۰ کال راهیسې له ۲۱۶۰۰۰ زیات ماشومان د کاتولیکو مذهبي مشرانو له خوا له جنسي تېري سره مخ شوي دي.”
خبر زیاته کړې: دغه شمېره ډیره زیاته ده او له مخې یې هر کال ۳۰۴۲، هره میاشت ۲۵۳، هره ورځ ۸.۴۵ او په ۳ ساعتونو کې د کلیسا پادري له یوه ماشوم سره جنسي تیری کړی دی.
د پلټنو مشر ژان مارک سوو اسوشیټیډ اژانس ته ویلي: ښایي د پادریانو د هیښوونکو تیریو شمېر له دې هم زیات او ان تر ۳۳۰ زرو پورې وي.
فرانسو دیوکس چې د څېړونکي بنسټ بل مشر دی سي اېن اېن ته وویل: “اوس د دې وخت را رسېدلی چې خلکو ته د جنت او دوزخ ورکوونکي پادریان حساب ته راوغوښتل شي، ځکه دلت له ماشومانو سره ستر جنایت شوی دی.”
د ده په خبره: په دومره اوږده موده کې کلیساوو یوه اوږده خاموشي درلوده او د بې ګناه ماشومانو له ژوند سره یې لوبې وکړې.
په ورته وخت کې د پېښو قربانبان چې ۷ لسیزې پرله پسې له زور او تشدد سره وخت نا وخته مخ شوي رویټرز اژانس ته ویلي: باید چې ټول مذهبي لارښودان او پادریان محکمو ته راښکل شي.
بل لور ته د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسیس ویلي: د څېړنې له لیدلو وروسته دردېدلی دی؛ خو ده نه دي ویلي چې مجرمینو سره دې څه وشي؟
هاخوا فرانس پریس اژانس بېا لیکلي، چې د جنسي تیري ګڼې پېښې ان له نابالغو ماشومانو سره پېښې شوې، چې زیاتره یې هلکان دي او عمرونه یې د ۱۰ او ۱۳ کلونو ترمنځ اټکل شوي.
لا هم د جنسي تیریو په پېښو کې تورن پادریان نه دي معلوم شوي او نومونه یې له رسنیو پټ شوي دي.
یو شمېر مسلمانو دیني عالمانو، د ټولنیزو او مدني چارو شنونکو او د رسنیو کارکوونکو د راپور له خپرېدلو وروسته د غربي نړۍ په دوه ګوني چلند توندې نیوکې کړې او څرګنده کړې یې ده، چې غرب په اسلامي نړۍ کې د تشدد وړې پېښې ته هم ستر عنوان ورکوي، خو خپلو مقدسو ځایونو کې یې چې څه کیسې روانې وي، له رسنیو یې پټې ساتي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم لسګونه ځله د عیسویانو او یهودو په مذهبي ځایونو کې د پادریانو او کشیشانو له لوري ګڼو پېغلو او هلکانو سره د جنسي اړیکو خبرونه ورکول شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button