اسلامي امارت: زموږ پر هېواد یرغل ډېرې بدې پایلې لري، نور باید هیڅوک د دغې تېروتنې فکر و نه کړي!

عزم (پنجشنبه، ۱۵تله، ۱۴۰۰ل): کابو شل کاله وړاندې د تلې میاشتې پر پنځلسمه/ د اکتوبر پر اوومه د امریکا په مشرۍ؛ ناټو ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان اسلامي امارت نظام یې نسکور او پر ځای یې نوې دیموکراتیکه اداره جوړه کړه.

اوس شل کاله وروسته؛ د اکتوبر اوومه په داسې حال کې لمانځل کیږي چې امریکایان او ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او بیرته اسلامي امارت واک ته رسېدلی.

د افغانستان اسلامي امارت د امریکایي یرغل د شلمې کلیزې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلي: “له نن څخه پوره شل کاله مخکې په همدې ورځ؛ امریکا زموږ په ګران هیواد افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ او اسلامي امارت د ملکي هیوادوالو د تلفاتو او په ښارونو کې د تخریب د مخنیوي په هدف، د لنډ مهال لپاره ظاهرا له ښارونو څخه خپل ځواکونه وایستل.
خو امریکایي یرغل په تیرو شلو کالو کې امریکایي ولس ته له ځاني تلفاتو او بې شمیره مالي مصارفو پرته، بل څه نه درلودل او دغه راز د همدې یرغل په پایله کې زرګونه افغانان شهیدان، معیوب او بې کوره شول”.

په یاده اعلاميه کې د دوحې د هوکړې پر اساس د امریکایي ځواکونو له وتلو هرکلی شوی او د امریکا شکست ته په اشارې ویل شوي چې نور باید هیڅوک پر افغانستان د یرغل کولو فکر ونکړي: “دا چې شل کاله وروسته امریکا په دوحه کې د یوه توافق له مخې زموږ له هیواد څخه خپل ځواکونه وایستل، دا ښه ګام و؛ ولې دا باید نورو ته هم واضح پیغام وي، چې زموږ په هیواد باندې هجوم راوړل، څومره بدې پایلې لري او هیڅکله یې هم په اړه باید فکر ونکړي!”.

همداراز د اعلامیې په پای کې له ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او شتمنو هېوادونو غوښتل شوي، چې پرته له څه قید و شرطه باید افغانانو سره مرستې وکړي:
“هیله مو داده، چې ملګري ملتونه، د نړۍ بډایه هیوادونه او نور بیلابیل سازمانونه  د افغانانو لاس نیوی وکړي، خپلې مرستې او کومکونه دې د سیاسي فشار ونو وسیله ونه ګرځوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې  دې د صادقانه همکارۍ په روحیه د مسائلو حل ته راوړاندې شي، تر څو د تیر شل کلن اشغال په نتیجه کې رامنځته شوې ستونزې له منځه لاړې شي او افغانان پریښودل شي د خپل هیواد د راتلونکي په اړه خپله تصمیم ونیسي”.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button