کابل کې ۱۲ تنه غله نیول شوي

عزم(سه شنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۰ل): د کابل امنیتي چارواکي وايي، په دغه ښار کې یې ۱۲ تنه غله نیولي دي، چې له خلکو څخه یې جېبونه وهل، موبایلونه یې ترې غلا کول.

د امنیتي مسوولینو په خبره، نیول شوي غله په لومړۍ امنیتي حوزه کې نیول شوي او اړوند ادارو ته سپارل شوي دي.

کابل په تېرو شلو کلونو کې د زرګونه پولیسو او امنیتي مسوولینو په لرلو سربېره بیا هم د هېواد یو ناامن ښار و، چې په رڼا ورځ به هم له خلکو موبایلونه، جېبونه، موټرونه او پیسې غلا کېدې.

د کابل ښاریان د افغانستان اسلامي امارت په راتګ خوښ دي. ګڼ ښاریان وايي چې د افغانستان د اسلامي امارت په راتګ په دغه ښار کې امنیت ښه شوی او اوس ځانونه خوندي حسابوي.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک له افغانستان اسلامي امارت څخه غواړي چې له غلو او انسان تښتوونکو ته سملاسي سزا ورکړي.

له دې وړاندې هم په کابل کې د غلاوو، وژنو او نورو جنیايي پېښو په تړاو لسګونه کسان نیول شوي، چې اوس مهال د عدلي او قضايي بنسټونو تر څار لاندې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button