د مړې حاملې مېرمن ګېډه باید وڅیرل شي که نه؟

‏يوه حامله ښځه مړه شوه، خلک د خپل وخت علامه امام او د مصر مفتي اشهب رحمه الله او امام ابن القاسم ته ورغلل چې څنګه وکړي خيټه کې یې ماشوم دی؟
امام اشهب ورته وويل، خيټه یې څيرې او ماشوم ترې را وباسئ، خو ابن القاسم ورته وويل، پرېږدئ! خلکو د امام اشهب په قول عمل وکړ د ښځې خيټه یې څيرې او ماشوم یې ترې را وويست.
ماشوم لوی او غټ شو د علم په لټه کې شو چيرته به چې د ابن القاسم فتوی یا قول و هغه به یې پريښوده او د امام اشهب خبره او قول به یې په ډېره مينه را اخيسته. (۱)
ما ويل نن هم همدا حال دی هغه خلک چې بل ته یې خير رسيږي خلک یې قدر او احترام کوي او په ليمو کې کينوي خو چې بده یې ورسيږي بيا سيوری هم په لوټو ولي.
يادونه: په دې مسله کې شافعيان، حنفيان، اشهب، سحنون، ابن حزم او نور علماء رحمهم الله د ښځې خيټې پريکولو فتوی جواز هغه وخت ورکوي چې ماشوم ژوندی وي يا یې امکان وي چې ژوندی پاتي کيږي .

۱— دا کيسه الفواکه الدواني علی رساله ابن ابي زید القيرواني کې راغلې

ژباړه: میوند جمال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button