ننګرهار پوهنتون کې په عربي ادبیاتو کې د ماسټرۍ پروګرام رامنځته شو

عزم(چهارشنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار پوهنتون مسوولین وايي، د دغه پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام رامنځته شو.

له ننګرهار پوهنتون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد پروګرام د پوهنتون د مشرتابه په وړاندیز او هلو ځلو د ټولو رسمي مراحلو له ترسراوي وروسته د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا په (۶-۲/۳/۱۴۴۳) ګڼه غونډه کې، چې د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، تائید او منظور شو.: «د ننګرهار ولایت لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون فوق العاده استازي، د علمي چارو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس او د عربي څانګې د ماسټرۍ پروګرام آمر پکې برخه لرله.»

د ننګرهار پوهنتون رئیس زیاتوي، د عالي شورا د هدایت په اساس باید د یادې برنامې د عوایدو او لګښتونو جدول، د حق الشمول، حق الاجرت، حق الحضور او حق الزحمې موضوعات ترتیب او د لوړو زده کړو محترم وزارت ته ولېږل شي، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون د لېسانس دورې سربېره د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، ژبو او ادبیاتو او اقتصاد په پوهنځیو کې د ماسټرۍ شپږ او د دوکتورا یوه برنامه لري، چې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي کادرونو په ګډون په کې نږدې ۴۰۰ تنه په زده کړو بوخت دي او د ۵۰۰ تنو په شاوخوا کې یې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button