نوې سړه جګړه ــ جاپان؛ د ستراتیژیک تصمیم او تاریخي مجبوریت تر منځ؟

عبدالحی قانت

نوې سړه جګړه
نهمه برخه
څو ورځې وړاندې د جاپان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فومیو کیشیدا د جاپان د لبرال ډیموکراتیک ګوند مشر او د هیواد صدر اعظم انتخاب شو. دا سړی په لبرال ګوند کې د تېر صدر اعظم د بلاک سړی دی او ښکاري چې د دې راتګ سره د چین په اړه د جاپان پالیسي کې لوی تغیر رامنځ ته نه شي‌ خو جاپان بیا هم دې ته اړتیا لري چې د امریکا د ملګریتوب تر څنګ چین سره اړیکې وساتي.‌ دا مهال د جاپان اقتصاد کرونا ډېر ځپلی او جاپان چین ته په دې برخه کې اړتیا لري. د جاپان نوي صدر اعظم هغه ورځ وویل چې دی غواړي چې چین سره باور او اعتماد جوړ کړي‌ او اړیکې ښه طرف ته سوق کړي خو آیا دا ممکنه ده؟
جاپان د آسیا یو تاریخي او تمدني هیواد دی چې له زرګونو کلونو د یوې اغېزمنې امپراطورۍ په څېر د آسیا په شرق کې اوسېده. د دوی تمدن له چیني تمدن نه متأثر پاته شوی او په زرګونه کلونه سره دا دواړه لوی تاریخي امپراطورۍ د اسیا په شرق کې پرته له لویو شخړو اوسېدلي.‌ دا چې د دې دواړو هیوادونو تر منځ مشکلات نه ؤ یواځینی سبب یې دا ؤ‌ چې دوی خپل حدود پېژندل، دوی د یو بل پولو او حدودو ته احترام درلود او د یو بل په چارو کې له لاسوهنې یې سخته ډډه کوله.‌ چین په دې اصل تر ننه پورې تر یو حده پاته شو چې د نورو هیوادونو په سستمونو کې لاسوهنې یې د بهرني سیاست برخه نه ده. له تېرو څو لسیزو څخه چې نړۍ د ټوپک په زور د سیاست میدان ګټي،‌ چین نه چېرته خپل پوځ استولی او نه یې کومې جګړې کې برخه اخیستې خو جاپان داسې پاتې نه شو.
نولسمه پېړۍ کې چې کله چین د استعمار ښکار شو او د انګلیس د اپیومو جګړو له پخو وغورځاوه، جاپان همداسې قوي پاته ؤ.‌ انګلیس چې د ۱۹مې پیړۍ په آخر کې له چین څخه ولاړ جاپان د دې زړه پیدا کړ چې کولی شي چېن ونیسي. جاپان په چین حمله وکړه او چین ته یې شکست ورکړ. دوی له چین څخه تایوان واخست او پر چین یې خپل ټول یو طرفه شرایط ومنل. کله چې په ۱۹۱۱م کې د چین کوینګ امپراطوري لړه شوه د چین د ریپبلک په چارو کې هم جاپان لاسوهنې کولې، تر دې چې ماؤ خپله کمونستي مبارزه پیل کړي،‌ چین آزاد کړي‌ او د له دې هیواده د جاپان لاس پرې کړي.
په اوله نړیواله جګړه کې چې کله امپیریال جرمني شکست وخوړ د امریکا مقابلې ته د نړۍ درې لوی ځواکونه پاته ول. نازي جرمني‌،‌ امپریال جاپان او شوروی‌ اتحاد. نازي جرمني په دوهمه نړیواله جګړه کې او شوروي بیا وروسته په سړه جګړه کې مات کړای شو.‌
امپیریال جاپان هغه مهال امریکا خپله لویه دښمنه بلله. په ۱۹۴۱م کې یې د امریکا د پرل هاربر په پوځي اډې د سمندر له لارې حمله وکړه. همدا حمله وه چې امریکا یې د نړیوالې دوهمې جګړې میدان ته راکاږله.‌ امریکا په مقابل کې د جاپان په ناګاساکي او هیروشیما دوه ښارونو اتومي بمونو واچول او د جاپان امپیریالېزم ته یې د پای ټکی کېښود.‌
جاپان کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته نوی حکومت جوړ شو. امریکا په ۱۹۴۸م کې مارشال پلان اعلان کړل چې له مخه یې له دوهمې نړیوالې جګړې ‌وران شوي هیوادونه بېرته رغول کېدل. د امریکا ستراتیژي دا وه چې د مارشال پلان له لارې دوی کوشش وکړي لوی هیوادونه بېرته جوړ کړي او د شوروي په مقابل کې یې خپل څنګ ته ودروي.‌ جاپان او جرمني د مارشال پلان معجزې ګڼل کېږي.
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چې د جاپان نوی حکومت جوړ شو د دې هیواد اولني صدر اعظم خپل بهرني سیاست ته څلور اصول کېښودل؛
۱ جاپان باید وروسته له دې یواځې په اقتصادي پیشرفت کار وکړي.
۲ جاپان باید د نړۍ د لویو جنجالونو ځان لرې وساتي او په لږ نظامي ځواک بسنه وکړي.
۳ جاپان باید په نظامي لحاظ په امریکا ځان وساتي.
۴ د جاپان بهرنی سیاست باید غیر آیډیالوژیک او په تفاهم ولاړ سیاست وي.
جاپان نوي‌ سیاست کې ځان د امریکا غېږې ته وغورځاوه او امریکا ته هم په آسیا کې همداسې یو هیواد پکار ؤ. هغه مهال د ماؤ انقلاب راغلی ؤ، امریکا غوښتل د چین په څنګ کې د جاپان په څېر یو هیواد بسپنه کړي.
جاپان پرمختګ وکړ،‌ د چین په مقابل کې امریکا لاس ورکړ او د سړې جګړې په وخت کې چین ډېرو مشکلاتو سره مخ ؤ،‌ جاپان ورځ‌ تر بلې اقتصادي پرمختګ کوه خو په نظامي برخه کې د امریکا اسرې ته ناست ؤ. چین سختۍ تېرې کړې، ځان یې قوي کړ او د سیمې له ټولو هیوادونو یې خپه واړوله.
اوس د امریکا او چین په منځ کې د روان جیو پولیتیکې لوبې په منځ کې جاپان لوی مشکل سره مخ دی. جاپان په خپله سیمه کې یو لوی هیواد دی خو تر ډېره له سیمه ایز سیاست څخه منزوي دی، ځکه چې جاپان د امنیت په مسئله کې په امریکا ځان ټپ کړې ؤ او پر هغې یې بسنه کړې وه.
جاپان ته د امریکا سیاست له اولې ورځې همدا ؤ چې دوی باید دونې بسپنه شي‌ چې د چین په مقابل کې ولاړ وي.‌ امریکا هېڅکله جاپان نه پرېښود چې دومره قوي شي چې خپله دوی ته درد سر جوړ شي (دا خبره پلان برژنسکي د چین د مخنیوي په برخه کې د امریکا ادارې ته د ورکړي‌‌ پلان پر وخت لیکلې وه).‌ جاپان ته یې ویل ته دې اقتصادي پیشرفت کوه، امنیت دې پر مونږ. نړیوال سیاست کې دا اصول دي چې ته خپل نظامي قوت ونلرې، نور خلک تا د خپلو سیاسي ګټو ور آخوا نه بسپنه کوي.‌ که غواړې ښاد شې خپل نظامي ځواک باندې به کار کوې.
جاپان دا مهال لوی مشکل سره مخ دی. له یو اړخه پوهېږي چې که چین په اقتصادي لحاظ تر ۲۰۵۰م همداسې روان وي،‌ امریکا به آسیا پرېږدي او بېرته به د لودیځ نیمې کرې ته وګرځي، که داسې وشي جاپان په سپین میدان پاته کېږي.‌ جاپان له امریکا غواړي چې دوی پرېږدي د چین پر ضد خپلې هستوي وسلې جوړې کړي خو امریکا یې ځکه نه پرېږدي چې د دې څه ضمانت دی چې د چین تر څنګ به جاپان امریکا او غرب لپاره بل سر دردی نه جوړېږي!؟
په دې اساس چین دا مهال خوښ دی چې جاپان د امریکا په بلاک کې اوسي تر څو د دې فرصت لاسته ورنشي چې خپلې اټومې وسلې جوړې کړي.‌ دوی خوښ دي چې جاپان د امریکا په نظامي بسپنه ولاړ وي.‌ د چین ستراتیژیک فکر ډېر اوږد مهاله دی.‌ چین فکر کوي‌ چې په اوږد مهال کې امریکا او د سیمې یو هیواد سره هم ټکر ونه کړي‌ او پر ځای یې خپل اقتصاد ته وده ورکړي، تجارت قوي کړي او د نوې ټکنالوژۍ په زور میدان ونیسي. دوی پوهېږي چې یو ځل یې اقتصادي میدان ونیو امریکا خپله د نړۍ اقتصادي هیژماني له لاسه ورکوي.‌ د چین پر ضد د امریکا سوداګریزه جګړه، له نورې نړۍ ځان راټولو او پر چین ترکیز کول له همدې امله دي.‌
چین کوښښ کوي‌ جاپان سره ښې اړیکې وساتي او ټکر ورسره ونکړي‌، جاپان هم په دې پوهېږي چې دوی ۷۰ کاله مخکې قوي ستراتیژیکه تېروتنه کړې او هغه دا چې په نظامي لحاظ یې ځان په امریکا ټپ کړی.‌ دوی اوس چین سره په دوه ټاپو ګانو ناندرۍ لري او له په دې هم نه پوهېږي چې کله چین په نړۍ حاکم شي، دوی سره به څه کوي! جاپان په دې پوهېږي چې چین هغه څه هم نه دې هېر کړي‌ چې جاپانیانو د چین د شرم په پیړۍ کې دوی سره کړي‌ ول.
جاپان باید د اقتصاد تر څنګ خپل نظامي قوت هم جوړ کړې ؤ خو امریکا دوی هېڅکله دې ته نه پرېښودل. په پردیو تکیا دې لپاره چې ځان بسیا کړې ضرور دی خو دا چې د خپل ځان ساتنه بل چا ته وسپارې، لویه ستراتیژیکه تېروتنه ده.‌ د دې یو کلاسیک مثال امریکا سره زمونږ د تېر حکومت امنیتي تړون ؤ.‌ دوی دونې ساده ګان ول چې فکر یې کاوه امریکا به د پاکستان پر وړاندې زمونږ ملي امنیت ساتي.
امریکا د اروپا او آسیا په هیوادونو کې په بلانس باور لري او هېڅکله یو هیواد دې ته نه پرېږدي چې دومره قوي شي چې بیا د دوی نړیوالې هیژمانۍ ته درد سر شي. جاپان د همدې سیاست برخه وه، لنډ مهال کې دا هیواد ښه روان دی خو ستراتیژیکه آینده یې نا مالومه ده. د یو هیواد لپاره له دې لوی مشکل بل نشته چې په دې نه وي‌ خبر چې ۶۰ کاله وروسته څه کوي…
جاپان باید د افغانستان په نوي‌ بهرني سیاست کې خاص ځای ولري.‌ د نړیوال جیو ستراتیژیکې لوبې په لنډ مهال کې جاپان د امریکا د ټیم لوبغاړی دی. مونږ باید په سیمه ایز ډ‌ول د سیمې په موضوعاتو دوی سره اړیکې وپالو. جاپان تېر حکومت سره له دوه ملیاردو ډالرو زیات کومکونه وکړل چې متأسفانه ډېر یې ضایع شول. دوی کولی شي د بشري مرستو تر څنګ افغانستان ته د ظرفیت لوړنې، اقتصادي زیرمو جوړولو، سوداګرۍ، پانګه اچونې، نوې ټکنالوژۍ او نورو ډېرو برخو کې لاس ورکړي.‌
دا ټول ممکن دي خو هغه مهال چې مونږ نړۍ سره د تعامل په منطقي ژبه پوه شو او ډپلوماتیکه دستګاه مو لکه د پخوا په شان بیا د یوې ډلې کور نه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button