طنز: ميلمه او ډنډه

يوه لرې پراته کلي ته ميلمه راغی کليوالو يې د دروند هر کلي تر څنګ ورته د ښې خوندورې ډوډۍ تياری ونيو بیلا بيل خواړه يې ورته چمتو کړه او په دسترخوان يې ورته کيښودل د خوړو سره په څنګ کې يې يو غټ کوتک يا ډنډه هم کيښوده ميلمه چې کله د خدای خواږه نعمتونه وليدل نو ډير خوشحاله شو خو تر څنګ ايښې ډنډې يې په زړه کې ويره پيدا کړه د کوربنو نه يې د ډنډې د ايښودو علت وپوښته هغو وويل دا زموږ زوړ روايت دی موږ ته له پلرونو او نيکونو راپاتې دی کله چې ميلمه راشي او خواړه ورته کيږدو نو دا ډنډه يې حتمن تر څنګ ږدو خو د ميلمه زړه يې په خبرو اوبو ونه څښلې او ويره يې نوره هم زياته شوه چې خدای مه کړه د دومره خوړو له خوړلو وروسته د ډنډې د خوړلو نوبت رانشي ميلمه بيا وپوښتل اخير ددې ډنډې ايښودو خو به کوم هدف او مقصد وي تاسو يې له ما ولې پټوی کوربنو ورته وويل قدرمنه نه موږ ددې ډنډې په استعمال پوهيږو او نه يې په کوم مقصد بس د زړې زمانې نه راروان يو رواج دی ته دې خپله ډوډۍ بې خطره وخوره ميلمه په زړه کې وويل چې ډوډۍ بې خطره څنګه وخورم خطر خو مې په وړاندې ايښی ده ميلمه وويل چې تر څو مو ماته ددې ډنډې د ايښودو د پوښتنې ځواب نه وي پيدا کړی په هغه ذات قسم خورم چې په ډبره کې چينجي ته رزق رسوي چې زه په ستاسو له دې ډوډۍ نه يوه ګوله هم ونه خورم د ميلمه دا خبره په ټول کلي کې خوره شوه کوربنو د کلي يو مشر راوغوښت او د الف نه تر يا په ټوله خبره يې خبر کړو مشر چې د دسترخوان په سر ايښې غټه ډنډه وليده نو په قهر سره يې کوربنو ته وويل خوار شی زموږ مشرانو دومره ډنډه په دسترخوان نه ښوه وړه يې کړئ ډنډه سم د لاسه د ارې په مرسته يو دوه فوټه کمه شوه خو بيا هم د ميلمه زړه نه اخيسته هغه ته د خپلې پوښتنې ځواب په کار وه د کلي يوه څه زوړ مشر راوغوښتل شو هغه ته هم ټوله کيسه وشوه هغه د ډنډې تر ناپ وروسته وويل ډنډه بايد نوره هم وړه شي زموږ مشرانو دومره ډنډه نه ايښودله دا ځل ډنډه ښه نرۍ او وړه شوه د خطره هم ووتله خو د ميلمه زړه نه اخيسته ځکه تر دې وخته چې څومره مشران راغلي وو د هغوی تمرکز يوازې د ډنډې په سور او اوږدوالي وه يوه هم د ډنډې د ايښودو د هدف او مقصد په تړاو څه ونه ويل ميلمه ته اوس هم ډوډۍ زهر ښکاريده اخير کوربنو د څه کم زيات نهه نوي کالو عمر خوړلی مشر راوست هغه چې کله د ډنډې اوږده ساره وکوت نو په کوربنو يې غږ وکړ چې سترګې مو ووزه زموږ مشرانو به ميلمه ته يو نرۍ لرګی په يوه وړه پياله کې په دسترخوان ددې لپاره ښود تر څو په غاښونو کې خښه غوښه يې په مرسته راوباسي نه دومره غټ کوتک يا ډنډه.

لیکنه: احمد حاطب صديقي
ژباړه: یوسف شاه سپېلنی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button