الجزیره: چین، پاکستان او ایران به تر نورو مخکې طالبانو سره ګرمې اړیکې جوړې کړي

عزم (یکشنبه، ۲۵تله ۱۴۰۰): الجزیره انګلیسي په یو راپور کې لیکلي: پاکستان ، چین او ایران د افغانستان هغه ګاونډیان دي چې د یاد هېواد له تحولاتو سره همېشه اړخ بدلوي.
د راپور له مخې: یادو دریو هېوادونو او د سیمې یو بل مخکښ هېواد روسیې که څه هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو یاد شوي هېوادونه به تر نورو مخکې طالبانو سره ګرمې اړیکې جوړې کړي، ځکه دوی ټول په افغانستان کې د نوي حکومت په رسمېت پېژندنې سره علاقه لري.
الجزیره پاکستان، ایران او چین هغه هیوادونه ګڼلي چې په افغانستان کې ځانګړې ګټې لري او د همدغو ګټو پر اساس ښایي دوی د بهرنیانو له وتلو وروسته په افغانستان او سیمه کې رامنځته شوې سیاسي خلا ډکه کړي.
راپور وړاندې لیکلي: امریکا او ناټو له میلیونونو ډالرو مصرف وروسته هم ونشو کولی یو باثباته افغان حکومت جوړ کړي، خو د افغانستان د ګاونډیانو نوی مثلث افغانانو سره د یو ځواکمن دولت په جوړولو کې همکاري ته قایل دي.
راپور زیاته کړې: طالبان هم هڅه کوي، چې سیاسي مشروعیت ترلاسه کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره پانګونې راجلب کړي، نو په همدې سبب به دوی له ګاونډیانو سره د مثبتو اړیکو له جوړېدو هرکلی وکړي.
د الجزیره د راپور پر بنسټ: له افغانستان سره ۲۶۷۰ کیلومتره سرحدي پوله درلودونکی پاکستان ښایي له دې امله هم اړیکې ښې کړي، چې دې وروستیو کې یې افغانستان سره د سوداګرۍ کلنی حجم له ۲.۸ ملیارد ډالرو څخه ۱.۸ ملیارد ډالرو ته راټیټ شوی وو.
بل لور ته چین بېا غواړي چې له خپلې ۹۲ کیلومتره پولې په ګټې اخیستنې سره د یو ګاونډي په صفت د افغانستان په کانونو او طبعي ذخیرو پانګونه وکړي.
الجزیره ایران هغه دریم هېواد یاد کړی چې افغانستان سره ۹۲۱ کیلومتره اوږده پوله او څو ځایه بندرونه لري؛ نو ښایي هغوی هم د اقتصادي فرصتونو لپاره افغانستان او طالبانو ته سترګې ور واړوي او د امریکا د هغو بندیزونو ځواب ووایي چې پر ایران یې لګولي وو.
په دې سره به ایران وکولی شي افغانستان سره د ۲ بیلیونو شته سوداګري لا پسې زیاته کړي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې له هر ګاونډي هېواد، سیمه ییز سیال او پرمختللو حکومتونو سره د مثبتو اړیکو غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: