گوگل یا بینگ ، کوم پلټونکۍ ښه ده؟

حـسـن مـبـشـر

د انټرنیټ مخ پر زیاتیدونکی حجم او فضا له وجی د یو مشخص آدرس یا سایټ پیدا کول داسی وې لکه چی څوک د کوم ستني پسې په کاه دانه کی ګرځې. لیکن د پلټونکو انجینو له برکته دغه ستن په څو ثانیه کی موندلائ شی. دغه پلټونکي ماشینونه (انجینونه) اوسمهال ډیر زیات شوی، چی ګوګل تر ټولو مشهور او په لومړي مقام کی ده او له هغه ورسته بینګ Bing چی د مایکروسافت لخوا اداره کیږی په دویم مقام کی ځای لري.

 

ګوګل نسبت و خپل سیال او رقیب بینګ ته له یو شمیر زیاتو امکاناتو برخمن دی. لیکن بیا هم په پوره اطمینان نشو ویلای چی تل تر بینګ ښه کارکردګی او عمل ترسره کوي. په ځینو مواردو کی د مایکروسافت بینګ ډیر ښه کارکردګی او دقیق عمل  وراندی کوي. چی دلته موږ ځینو دغه توپیرونو او تفاوت را سپړو او له تاسو سره یی شریکوو.

 

تاریجه او محبوبیت

ګوګل له ۱۹۹۷ څخه خپل کار پیل کړئ او ورځ تر بلی د دغه پلټونکی ماشین کار او قوت زیات شوی دئ. ورستۍ تحقیقات ښکاره کوي چی ۶۴.۵ فیصده د انټرنیټ آمریکایی کارونکی له ګوګل څخه د سایټ او آدرسو موندلو لپاره کار اخلی.

بل پلو ته د مایکروسافت پلټونکی ماشین څو څو ځلی خپل نوم بدل کړئ ، یو وخت یې نوم windows live search  او ورسته بیا MSN Search ونومول شو او پدی ورستیو کی دغه نوم په بینګ بدل کړل شو. ورستني ارقام ښیی چی ۳۲.۴ فیصده آمریکایان له بینګ څخه کار اخلي.

 

بنیادی پلټنه

هر دواړه پلټونکی ماشینونه د بنیادی پلټنې په برخه کی تقریباْ ورته علمکرد او نتایج لري، لیکن بیا هم ځیني جزئی توپيرونه هم لري. د بینګ د ویډیوګانو د پلټني په برخه کی تر خپل رقیب ډیر ښه نتایج ښکاره کوي  او عمده تفاوت یې په جدولی بڼه ښکاره کول او همدارنګه بغیر لدی چی د بینګ له محیطه بهر شئ ، تاسو ته د ویډیو ښکاره کوي ( چلوي).

اما د عکسو کتل او د تصویرو انتخاب په ګوګل کی واضح او آسانه ده. بل توپير یی دا دئ چی په بینګ کی ورته او مشابه عکسونه په راسته طرف کی ښکاره کوی، حال آنکه په ګوګل کی دغه مشابه تصویرونه په لاندنۍ برخه کی ښکاره کوي.

 

پرمخ تللی پلټنه

 

د پرمخ تللی پلتنې پر مهال د دغه دواړو رقیبانو تر منځ تر هر وخت ښه څرګندیږی، چی دلته بیا ګوګل ډیر دقیق او زیات شمیر انتخاب زموږ مخی ته پریږدي. خو بیا ځیڼی داسی انتخابونه شته چې یواځې بینګ د هغوي ښکاره کولو او ترسره کولو توان لرې. چی یو له دغه انتخابونو څخه contains  ده، چی له هغه نه په استفاده کولای شوای چی داسی ویب پاڼی ولټوو چی خاص ډول فایلونه لکه PDF پي ډی ایف لری.

په ګوګل کی له دغه انتخاب ورسته تاسو مستقیم او سیده پی ډی ایف فایلو ته ورلیږل کیږئ لیکن په بینګ کی د پی ډی ایف صفحی آدرس تاسو ته ښکاره کوي، بل مفید انتخاب د بینګ FEED ده چی له هغه نه په استفاده کولائ شئ خپل غوښتونکی FEED RSS ولټوئ.

د پورتنې امکاناتو ماسوا د یو پلټونکی ماشین ښه کیفیت او ښه والۍ هغه وخت ثابتیدلای شې چی ښه دقیق نتایج ښکاره کري. چی په بنیادې پلټنو کی دواړه پلټونکي ماشینونه تقریباْ یوشان ته نتایج لري ، لیکن په پرمخ تللی او خاص مواردو کی چی د یو فنی پوښتنی جواب پیدا کول غواړو حال آنکه ستاسو د پوښتنی جواب په سلګونو لینکو کی موجود وي، ګوګل ستاسو دا رنګه سئوالو لپاره په جواب موندنو کی ډیر ښه کار کوي.

 

په عمومی ډول ګوګل تر بینګ ډیر ښه دئ ، لیکن په ځینو خاصو مواردو کی بینګ هغه کار کولاۍ شې چی ګوګل یې په ترسره کولو کی له ستونزی سره مخ کیږی. نو هرکله چی ګوګل ستاسو قناعت حاصل نکړ نو کولائ شئ په پوره اطمینان سره له بینګ څخه هم کار واخلئ.

download

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button