کایناتو کې رڼا د محمد ده / استاد ناګار

کایناتو کـــې رڼا د محــــمــــــد ده
په تمام جهان غوغا د محــمـــد ده

لا الله یې هم مشروطه په نامه شوه
ابتدا په انتها د محــــمــــــــــــد ده

له دې لوړه مرتبـــــه به نوره څه وي
چې د خدای رضا،رضا د محـــمــد ده

پرې سر لوړی شو ټولی د فقیرانو
د غیور فقر قبا د مــــحـــــــمد ده

د جلال وړانګې چې ټول انبیاء واخلي
امتي هلته نوا د مــــــــحــــــمد ده

له لمنې یې لاس مه اخله نـــاګـاره
غریبپالې تل درګاه د مــــحـــمد ده

صلی الله علیه وسلم

شاعر: استاد ناګار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button