کندهار کې د درمل جوړونې د یوې لویې کارخونې چارې به ډېر ژر بشپړې شي

عزم(چهارشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۰ل): د کندهار ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د درمل جوړونې د لویې تولیدي کارخونې چارې مخ پر بشپړېدو دي او ډېر ژر به یې پرانیسته وشي.

د کندهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا په کندهار کې د سنو فارما د درمل جوړونې د لویې تولیدي کارخونې څخه لیدنه کړې.

په خبرپاڼه کې د کندهار د والي له قوله ویل شوي، په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو یوه لویه تولیدي کارخونه جوړېږي.:« دا د ویاړ ځای چې ۷۱ سوداګر په ګډه د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره په دومره لوړه کچه پانګه اچوونه کوي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې سره به افغانستان د درملو د تولید په برخه کې د ځان بساینې لور ته ولاړ شي او هم به د کیفیت او قیمت له اړخه یو غوره ځای وي، چې له جوړېدو سره به افغانستان ته تر ډېره د بهرنیو درملو وادرېدو مخه هم ونیول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کندهار والي د سنو فارما کارخونې مشرتابه د کارونو د چټکتیا او سمون په موخه په ولایتي او مرکزي کچه د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د سنو فارما په نوم د درمل جوړونې کارخونې مشر محمد سعید صدیق وايي، سنو فارمان د درملو تولیدي کارخونه د ۷۱ سوداګرو ترمنځ سهامي کارخونه ده، چې د جوړېدو چارې یې په ۲۰۱۶ز کال کې د کندهار په عینو ښارګوټي په صنعتي پارک کې پیل شوي او د ۲۰۲۲ز کال په نیمايي کې به یې چارې بشپړې شي، چې د هېواد په کچه په لوړ کیفیت درمل تولید کړي.:«د دې کارخونې په جوړېدو سره به ۸۰۰سوه مستقیم او تر ۲زره ډېرو هېوادوالو ته په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او هم به په اته کاري ساعتونو کې شااوخوا دوه مېلیونه ټابیلیټ«ګولۍ»، یو مېلیون کپسول او سل زره بوتلونه شربت په لوړ ظرفیت تولید کړي، چې د تولید ټوله ماشنیري او وسایل لوړ کیفیت لرونکي او په بشپړه توګه په نړیوالو معیارونو برابر دي.»

د صدیق په خبره، دغه کارخونه په بشپړه توګه په درېیو فازونو کې جوړېږي، چې پر درې واړه فازونو کې به ۵۰ مېلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې راشي.

اوسمهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د درمل جوړولو کارخونې فعاله دي، چې یوه اندازه یې د هېوادوالو اړتیاوې پوره کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button