افغانستان کې د دولت لپاره د عوایدو د زیاتوالي لارې چارې

سهیل احمد (مجددي)
اوسنۍ نړۍ د اقتصاد نړۍ ده، اقتصاد د هیوادونو د ملا د تیر حیثیت لري، لوی دولتونه هڅه کوي چې اقتصادي جګړې مخته یوسي، ترڅو هیوادونه په اقتصادي لحاظ کمزوري او د ځان تابع وګرځوي، دا چې په اوسني وخت افغانستان له زیاتو اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی نو د دولت لپاره څه پکار دي تر څو د دولت د عوایدو د زیاتوالي سبب وګرځي، د اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان هیواد له خطر څخه وژغورل شي او د لویو هیوادونو له لاس لاندې راتګ څخه ځان وژغوري.
لاندې ذکر شوې نقطې په اوسني وخت کې کولی شي د هیواد ستونزې حل کړي
۱. په مصرف کې کموالی او پس انداز کې زياتوالی:
مصارف په هغه صورت کې کميږي چې خلک ساده ژوند اختيار کړي او دولت د عيش او عشرت د اشياوو په وارداتو باندې محدوديتونه وضع کړي، د هيواد په داخل کې د پس انداز د لوړولو په خاطر د پيسو بازار منظم شي، په کليو او ښارونو کې بانکونه او مالياتي ادارې فعالې شي او خلک د پس انداز د اهميت څخه خبر شي، تر څو خلک د پس انداز د ګټې څخه خبر شي او له دغې پس انداز څخه په تولیدي برخو کې استفاده وشي.
۲. د مونو پولي حالت څخه د وتلو لپاره د کارګرو او سوداګرو په اتحادیو فشار راوړل شي: مونو پولي حالت هغه حالت دی چې څو کاروباریان بازار په خپل انحصار کې ونیسي او د نورو سوداګرو د راتلو مخنیوی وکړي، د دوی د اتحادیو په وجه په بازار کې قیمتونه پورته ځي چې قرباني يې عام وګړي کیږي. د غه حالت د خلکو د عایداتو د کموالي سبب ګرځي چې په واسطه يې د دولت د عوایدو کموالی رامنځته کیږي.
۳.  د صنعتي بازارونو رامنځته کول او کوم صنعتي بازارونه چې شتون لري ورته د اسانتیاوو برابرول، چې په دې سره د پانګې زیاتوالی رامنځته کیږي او د دولت د عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي.
۴. د راکدو پيسو(هغه پیسې چې په کاروبار کې ترې استفاده نه وې شوي او بیکاره ساتل شوې وي) پکار اچول.
په افغانستان کې د سپين زرو، سره زرو، خارجي اسعارو او نقدي په شکل د پيسو ساتل عام رواج دي نو ځکه اړتيا ده چې دغه پيسې د توليدي موخو لپاره وکارول شي، چې پدې سلسله کې دولت بايد د طلا او نقرې په استعمال او راکړه ورکړه باندې محدوديتونه وضع کړي، د ځمکې‌ او جايدادونو په اخسيتنې او خرڅونې باندې لوړ ټکسونه وضع کړي او د پانګې اچونې د زیاتوالي لپاره امکانات رامنځ ته شي ځکه په غريبو هيوادونو کې د جهالت، خود غرضۍ، اجتماعي وروسته پاتې والي او غير مناسب اقتصادي طرزالعمل په بنا راکدې پيسې په کار اچول ډيره مشکله ده.
۵. د پانگه اچوونکو د گټو زياتوالی او د پانګې او پانګه اچوونکو د تحفظ باور:
د پانگې تشکيل د زياتوالي لپاره د سرمايه داره طبقې او د هغوی د پانګې د تحفظ لپاره ذمه وکړای شي، هغوی ته مختلف سهولتونه ورکړای شي ترڅو د هغوی په ګټو کې زياتوالی راشي کله چې د هغوی ګټه زياته شي نو د دغې ګټې څخه په پانگه اچونه کې استفاده کوي، چې په دې توګه د دولت د عوایدو د زایاتوالي سبب ګرځي.
۶. په پانګه اچونه باندې د مالیاتي بوج کموالی: په دې سره د پانګه اچوونکو په ګټه کې زیاتوالی راځي، خلک د ګټې د ریاتوالي په وجه خپله سرمایه په کار اچوي، د کلیو څخه صنعتي بازارونو ته پانګه حرکت پیدا کوي تر څو ډېره ګټه ترلاسه کړي، په نتیجه کې د دولت د عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي.
۷: د بې کاره وسايلو پکار اچول:
د پروفسرليوس د نظريې مطابق په کليو کې په زياته  اندازه پټه بېکاري وجود لري، که چيرې دا خلک د کليو څخه ښارونو ته راشي او په صنعت کې په کار بوخت شي او هغوی ته مناسب مزد ورکړل شي، د پانګې په زیاتوالي کې مناسبه مرسته کولی شي او د پانګه اچوونکو د تشویق سبب ګرځي.
دا د صنعت د پرمختګ لپاره یو بهترين ګام ځکه کیدای شي چې د مسلکي کارګرو په نه شتون سره د هیواد صنعت پرمختګ نه شي کولای نو د صنعتي پرمختګ لپاره په زیاته اندازه د ماهرې ګارګرې قوې شتون ضروري عامل کیدای شي، دا چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې ماهره کارګره قوه په کافي اندازه نه لري نو ضروري ده چې دغه بیکاره کارګرو ته ښه روزنه ورکړل شي او په کار وګمارل شي، البته د افغانستان حالاتو ته په کتو که چېرته پورته ذکر شوې وسیلې په سمه توګه وکارول شي هله.
په کليو کې کوپراتيفونو(هغه موسسې او شرکتونه چې لومړی هدف یې خدمت کول وي نه د ګټې ترلاسه کول) ته اسانتیاوې برابرې شي او همدا رنګه هغه نور وسایل چې له دولت سره په واک کې وي او استفاده ترې نه وي شوې په تولیدي برخو کې له هغې نه استفاده وکړي، لکه، د دولت د کباړ شوي اوسپنیزو شیانو څخه د سیخانو په کارخانه کې کار اخیستل، د دولتي ځمکو په کرایه ورکول او نور….
۸‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍.په خامو موادو کې زياتوالی او په وارداتو کې يې د مالیاتو کموالی: دا چې خام مواد دي چې په واسطه یې تولیدات رامنځته کیږي نو دولت ته پکار ده ترڅو د خامو موادو په ښه کیفیت او ارزانه قیمت پیدا کولو کې د تولیدونکو سره مرسته وکړي، د خامو موادو په زیاتوالي سره د تولید اندازه زیاتوالی کوي او د دولت د عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي.
۹. د میوو تر څنګ د غنمو کرکیلې ته عامه پوهاوی کول او دهقانانو ته د اصلاح شوو تخمونو زمینه برابرول:
که د افغانستان په هغه دښتو او ځمکو کې چې د اوبو اسانتیا پکې شتون لري، لکه د کمال خان د اوبو بند لاندې دښته، د غنمو کرکیلې ته عامه پوهاوی وشي او د اصلاح شوو تخمونو زمینه ورته برابره شي نو له یوه اړخه به د هیوادونو له احتیاجه خلاص او له بله اړخه به په هیواد کې د اوړو د فابریکو د زیاتوالي سبب وګرځي، چې د مالیاتو څخه ترلاسه شوی به د دولت د عوایدو د زیاتوالي سبب وګرځي.
۱۰. د بزګرانو د تشویق په خاطر په هر ولایت کې د زراعت لپاره د منظمو بازارونو رامنځته کول:
په دې سره به له یوه طرفه د بزګرانو حاصلاتو ته بازار پیدا شي او له بله اړخه د دولت لپاره عایداتي سرچينه زیاته شي، چې دا هم  د دولت د عواید د زیاتوالي سبب ګرځي.
۱۱. د ماهر استعداد لرونکو خلکو په کار ګمارل:
په خصوصي او دولتي سکتورونو دواړو کې د ماهر استعداد لرونکو کار کوونکو په کار ګمارل د عواید په زیاتوالي کې مرسته کوي؛ که په خصوصي سکتور کې عواید زیاتوالی وکړي نو د مالیاتو په ذریعه د دولت عواید زیاتوالی کوي او که په دولتي سکتور کې ماهر کارکوونکي په کار وګمارل شي نو د دولتي سکتور په تنظیم سره د عوایدو د ضایعاتو مخنیوی او د نورو ډېر داسې عواملو چې د دولت د عوایدو د کموالي سبب ګرځي مخنیوی کیږي.
۱۲. د برښنا سیستم منظمول او د برښنايې سهولتونو رامنځ ته کول:
افغانستان د ۳۰۰۰۰میګا واټه برښنا د تولیدولو ظرفیت لري د دې لپاره د خارجي هیوادونو سره د برښنا بندونو جوړولو قراردادونه کول.
د برښنايي سهولتونو په رامنځته کیدو سره صنعتي مارکیټ ته په کافي اندازه برښنا رسیږي، چې د تولیداتو د زیاتوالي سبب ګرځي او د برښنا څخه ترلاسه کیدونکو عوایدو منظمول.
۱۳. په هغه پروژو له سره غور کول چې د امنیت د نه شتون له وجې په هیواد کې نه پلې کېدې لکه، د ټاپي پروژه، د وريښمو لار، کاسا زر او داسې نور….
۱۴. د هوايي حريم منظم حفاظت کول تر څو استفاده کیدونکو هیوادونو څخه عواید ترلاسه شي.
۱۵. په مخابراتي نرخونو کې کموال او پرې د مالیاتو زیاتوالی:
دا چې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو نرخونه لوړ دي نو دولت باید دغه نرخونه ډېر کم او پرې مالیات لوړ کړي، په دې سره به له یوه اړخه د دولت عواید زیات او له له اړخه به په عوامو د مالیاتو فشار رانشي.
۱۶. د ګمرکي محصول په منظم ډول لاسته راوړل:
د ګمرکي محصول په منظم ډول لاسته راوړل او پکې له هر قسمه فساد څخه مخنیوی کول د دولت د عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي.
۱۷. د زرنج په شمول د ټولو نقلیه وسایلو  څخه د مالیاتو په منظم ډول اخیستل.
۱۸. د خارجي پانگې لاس ته راوړل:
د ۲۰۱۵ کال د شمېرو له مخې د هغه افغانانو کاروباري شتمي چې په بهرنیو هیوادونو کې يې پانګه اچونه کړې ۵۰ میلیاره ډالره وه که چېرې د هیوادوالو لپاره سهولتونه او اسانتیاوې رامنځته شي او د دغه شتمنۍ هیواد ته د راتلو لپاره منظمه پالیسي جوړه شي نو د دولت د عوایدو د زیاتوالي سبب ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: