د مسکو ناستې په څنډه کې؛ افغان چارواکو د هند او ایران له استازو سره وکتل

عزم ۱۴۰۰تله۲۹
تیره ورځ د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د رئيس الوزرا مرستيال ” مولوي عبدالسلام حنفي” او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون جګپوړي افغان پلاوي د هند او ایران هیوادونو له استازو سره په جلا جلا توګه وکتل.
په لومړۍ ناسته کې چې د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند له ځانګړي مسوول “جې پي سینګ” او ورسره پلاوي سره ترسره شوه؛دواړو لوريو دا اړینه و ګڼله چي د يوه او بل اندېښنې به په پام کې نيسي او دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکي له سره ورغوي.
د اسلامي امارت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد وایي چې هندي لوري د ناستې په پای کې تياری وښود چې افغانانو سره به په پراخه کچه بشري مرستې وکړي.
مجاهد په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې افغان پلاوي دغه راز د ايران اسلامي جمهوريت له ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي او مل پلاوي سره هم کتنه کړې او پر دوو اړخيزو اړيکو یې ورسره خبرې کړې دي.
نوموړی زیاتوی : دواړو لوریو ټینګار کړی چې باید له سيمهييزو اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته او په نژدې راتلونکي کې د دواړو لوريو پلاوي پر اوبو، برښنا او دوه اړخيزې سوداګرۍ تفصيلي خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو دمسکو فارمټ ناسته کې له نړیوالو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د احیاء او له هغوی څخه د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه یې وکړه.