انس حقاني : ټولشموله حکومت کې به د اهلیت پر بناء خلک ګډون ولري

عزم :۱۴۰۰تله ۲۹

وروسته تر هغه چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي “ضمیر کابلوف” ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د قومي ویش ترڅنګ سیاسي تنوع ته هم پاملرنه وکړي او یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي چې ټول سیاسي جهتونه په کې ځان وویني ؛ تازه یې په تړاو د اسلامي امارت یوه لوړپوړي چارواکي “انس حقاني” غبرګون ښوودلی دی .

حقاني د اسپونتیک خبري شبکې ته ویلي ،چې همه شموله اداره که څوک غواړي چې خپل استازي یا د نورو ه مفکورو اغیزمن کسان په نظام کې ځی ولري،دا ناممکنه ده « څوک دې په افغانستان کې قومي شخړو ته لمن نه وهي او افغانان کولای شي په خپله خوښه ښه نظام جوړ کړي ،مونږ په دې برخه کې قومیت نه بلکې اهلیت ته توجه ورکوو.»

نوموړی وایي چې دوی افغانستان کې له چا سره تعصبي چلند نه کوي ،ټولو مخالفینو ته یې د مذاکراتو دروازې خلاصې دي او د میرمنو په ګډون ټول اقشار به په نظام کې خپل ځان وویني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button