ناټو: له اوږدې افغان جګړې باید درس واخیستل شي

عزم (جمعه، ۳۰ تله ۱۴۰۰): AP اژانس د ناټو د عمومي منشي له قوله ویلي: ناټو باید د افغانستان له اوږدې جګړې وروسته چې شاوخوا دوه لسیزې یې ونیولې؛ په هرو کېدونکو لویو عملیاتو باندې غور وکړي او په افغانستان کې له شویو تېروتنو درس واخلي.
ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لویډ آسټن سره تر لیدنې وړاندې وویل: “په بهر کې د لویو عملیاتو د ترسره کولو په اړه به د افغانانو درسونه په پام کې نیسو.”
نوموړي وویل: مونږ باید فکر وکړو چې د افغانستان له ۲۰ کلن پوځي ماموریت څخه څه درس اخیستلی شو؟
باید وویل شي چې د نړۍ تر ټولو لوی امنیتي سازمان له کلونو راهیسې په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او ان اروپا او شمالي امریکا نه بهر لوی عملیات ترسره کړي.
په ورته وخت کې سټولټنبرګ وویل: “د سازمان تر ټولو لویو عملیاتو پای ته رسیدو وروسته مونږ باید ورته نورې ننګونې له پامه و نه غورځوو.
هېره دې نه وي چې ناټو په ۲۰۰۳ م کال کې په افغانستان کې د نړیوالو امنیتي هڅو مشري په غاړه واخیسته، چې ۱۱ کاله وروسته یې خپل ماموریت محدود او سږکال ختم کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button