د ننګرهار په ۹ ولسوالیو کې د ۳جي خدمتونه پیل شول
عزم(شنبه، ۰۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره«اترا» وايي، د ننګرهار په ۹ ولسوالیو کې ۱۹ مخابراتي سایټون له ۲ جي څخه ۳ جي ته واړول شول.
یادې ادارې پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، دوی د مخابراتي شبکو سره د ډېټا او غږیز خدماتو د وسعت او کیفیت د پراختیا اړوند غونډې وکړې او وروسته یې په یوه اوونۍ کې په ۹ ولسوالیو کې ۱۹ مخابراتي سایټونه له ۲ جي څخه ۳ جي ته واړول شول.: «په ننګرهار کې د اترا ادارې لخوا له مخابراتي شبکو سره د ډېټا او غږیز خدماتو د وسعت او کیفیت د پراختیا اړوند جلساتو وروسته په یوه اوونۍ کې د ۹ ولسوالیو کې ۱۹ مخابراتي سایټونه له ۲ جي څخه ۳ جي ته واړول شول. د مخابراتو وزارت او اترا ادارې د سرپرست مولوي نجیب الله حقاني په خاصه پاملرنه د ننګرهار ولایت ۹۹ سلنه ساحه په دې وروستیو کې تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلې او د کندهار او هلمند په شمول محرومو ولایتونو کې د مخابراتي خدماتو د متوازن انکشاف په موخه د سایټونو ترمیم، بیا فعالولو او اپډیټ په برخه کې کار روان دی.»
د #ننګرهار په ۹ولسوالیو کې ۱۹ مخابراتي سایټونه له ۲جي څخه ۳جي ته واړول شول.
د اترا اداره وايي چې دوی دمخابراتي شبکو سره دډیټا او غږیز خدماتو دوسعت او کیفیت د پراختیا اړوند غونډې وکړې او وروسته یې په یوه اوونۍ کې په ۹ ولسوالیو کې ۱۹ مخابراتي سایټونه له ۲ جي څخه ۳ جي ته واړول شول. pic.twitter.com/b1n8w7MToa— ننګرهار ولايت رسنيو دفتر (@nmic8) October 23, 2021
تېره اوونۍ د مخابراتو وزارت ویلي وو، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې مخابراتي خدمتونه ۲۴ ساعته فعال شوي او ۱۳۰۰ د مخابراتو بند سایټونه هم فعال شوي دي.