د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ ترانزیټ، موږ ته څه ګټه لري؟

امین وردګ

په جغرافیایي لحاظ -افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا تر منځ د اتصال مهمه (اقتصادي) نکته ده.
د افغانستان ثبات او نا امني د آسیا پر دواړو خواوو باندې مستقیم اثر لري.
که افغانستان آرام ؤ؛ د آسیا دواړه لوري به آرام وي او که افغانستان نا آرامه او بې ثباته شو؛ نو یوه خوا به هم خیر و نه ویني.
موږ دریواړه (مرکزي آسیا، افغانستان او جنوبي آسیا) اقتصادي، سیاسي، کلتوري، اجتماعي او (په ځینو مواردو کې) دیني مشترکات سره لرو.
موږ تل یو د بل په دردونو دردېدلي او کړېدلي یو، موږ باید یو بل ته (د لغتو پر ځای) اوږې سره ورکړو؛ د کندو او ګړنګونو پر ځای پلونه سره جوړ کړو؛ څو دریم کس ته د مداخلې موقع پیدا نه شي.

د جنوبي او مرکزي آسیا تر منځ لسګونه کلونه وړاندې (په 1368 ه – ل کال کې) یوه لویه اقتصادي طرحه (TAPI) جوړه شوې وه، مګر د تطبیق لپاره یې د افغانستان تېر څلوېښت کلونه ستر خنډ ؤ! ځکه چې دلته نه امنیت ؤ، نه باوري اداره او نه هم د عهد او پیمان لپاره وړ اشخاص، حکومتونه، یا جهتونه.

ټاپي، ټاپ، کاسا ۱۰۰۰ او له سرخان دریا ولایت څخه، بیا تر پېښور پورې د رېل ګاډي، یا اورګاډي پټلۍ.
دا څلور هغه سترې پروژې دي؛ چې د مرکزي او جنوبي آسیا د اقتصادي پیاوړتیا تر څنګ- د افغانستان لپاره هم یوه لویه اقتصادي منبع، یا سرچینه جوړېدلای شي.

د بېلګې په توګه! د ټاپي (TAPI) پروژه:
نوموړې پروژه دا ده چې؛ له ترکمنستان څخه د ګازو نل لیکه پیل کیږي، بیا د افغانستان او پاکستان له خاورو څخه تیریږي او هند ته اوړي.
یاده نل لیکه تخمیناً دوه زره (2000) کیلومتره اوږدوالی لري، چې شاوخوا آته سوه (800) کیلومتره یې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېریږي.
شاوخوا دوه نیم، الی دری کاله به پنځه زرو (5000) افغانانو ته کار پکې پیدا شي، د دری میلیارده (3000000000) متر مکعب ګاز تر څنګ به – د کال څلور سوه (400000000) میلیونه ډالره حق العبور هم راکوي او ضمناً به د دغې نل لیکې لپاره امنیتي کسان هم (د دېرشو کلونو لپاره، چې دا اول قرارداد دی) ګمارل کیږي.

ټاپ (TAP) پروژه:
یاده پروژه به له ترکمنستان څخه (د افغانستان له لارې) پاکستان ته برېښنا لېږدوي ، موږ ته به له انرژۍ علاوه! کلنی حق العبور هم راکوي.

د کاسا زر (CASA1000) پروژه:
دغه پروژه بیا له قرغزستان او تاجکستان څخه (د افغانستان له لارې) پاکستان ته برېښنا لېږدوي، د برېښنا دغه مزی به د افغانستان له شپږو ولایتونو څخه تیریږي او د دری سوه میګاواټه برېښنا تر څنګ به موږ ته (45000000) پنځه څلوېښت میلیونه ډالره کلنی حق العبور هم راکوي.

د رېل ګاډي پټلۍ:
دغه پټلۍ به له ازبکستان څخه پیلیږي؛ له بلخ، سمنګانو، بغلان، سالنګونو، چاریکارو، کابل او ننګرهار څخه به تیریږي او پېښور ته به ځي؛ خو که دوو لوریو (ازبکستان او افغانستان) څه کوښښ نور هم وکړ او دغه پټلۍ یې کراچۍ ته ورسووله، نو دا به بیا د ټولو په ګټه وي؛ ازبکستان او افغانستان به خپل تجارتي اموال (د هند له بحر څخه مستقیماً خپلو هېوادونو ته) را باروي او پاکستان به ترانزیټي ټکس اخلي.
که چېرې زموږ په هېواد کې امن پوره حاکم او اداره مو تر واحدې قوماندې لاندې شوه، حکومت مو بین المللي جواز تر لاسه کړ او لږ تر لږه ګاونډیانو او د سیمې ځینو هېوادونو لکه روسیې، هند او چین په رسمیت وپېژاند؛ نو زر ده چې یادې پروژې به عملي شي او په لنډ وخت کې به د لویو پرمختګونو شاهدان شو. ان شاءالله.
ښه به دا وي! ترڅو په پای کې دا خبره هم یاده کړو چې: باید! نړۍ، سیمه او زموږ ګاونډیان – له اوسنۍ زرینې موقع څخه مثبته ګټه واخلي او له موږ سره (د افغانستان په آرامۍ، پرمختګ او اقتصادي پیاوړتیا کې) پوره مرسته وکړي، یا خو لږ تر لږه زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي او د دغه هېواد دښمنان نور راته و نه لمسوي، تر څو هم دوی آرام او خوشاله شي، هم موږ.
د یوه آزاد، آرام، آباد او متمدن افغانستان په هیله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: