ننګرهار کې د کبانو لس زره بچي تولید شوي دي

عزم(سه شنبه، ۰۴ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار د کانال ریاست وايي، د دغه ولایت کانال هیچرۍ کې د سلور او ګراس کبانو لس زره بچي تولید شوي دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننګرهار وادې کرنيز رياست اړوند هيچرۍ کې د سلور او ګراس کبانو لس زره بچي توليد شوي، چې پرون د ثمر خېلو حوضونو کې د روزنې په موخه واچول شول او په خپل وخت سره به بازار ته عرضه شي.

همدارنګه د یاد ریاست مسوولین وايي، د کانال د مالدارۍ فارم کې هره ورځ له غواګانو شااوخوا څلور سره لېټره شېدې راټولېږي، چې راټولې شوې شېدې په وړ بیه پلورل کېږي.

د مسوولینو په خبره، د مالدارۍ فارم څخه په میاشت کې زر ټنه حیواني سره«کود» هم تر لاسه کېږي، چې د دغه کانال اړوند په څلور ګونو فارمونو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او ورسره په کرنیزو محصولاتو کې زیاتوالی راځي.

په ننګرهار کې کانال زرګونه هکټاره ځمکه لري، چې پکې د خرماوو، لیمو، نارنجو، زیتونو، مالټو او نور بېلابېل کرنیز توکي پکې کرل کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button