د بهرنیوچارو وزیر له خپل چینایي سیال سره پر مهمو موضوعاتو غږیدلی

عزم : ۱۴۰۰ لړم ۴

نن د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي ، د چین د بهرنیو چارو له وزیر “وانګ يي” سره پر مهمو موضوعاتو خبرې او هر اړخیز بحثونه ترسره کړل.

د بهرنیوچارو له وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې : «دواړو لوریو په دیپلوماتیکي اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ، له افغانستان سره د چین بشري مرستې او افغان زده‌کوونکو ته په چین کې د لوړو زده‌کړو د فرصتونو ایجاد او په ټوله کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پر فرصتونو او ننګونو هراړخیزې خبرې وشوې. »

د هیواد د بهرنیوچارو وزیر”مولوي امیرخان متقي” چینایي پلاوي ته په ډاګه ویلي چې نوی اسلامي حکومت ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چین په ګډون د هېڅ هېواد پرخلاف نه کارول کېږي.

ښاغلي متقي له افغانستان سره د چین له مرستو د مننې ترڅنګ،خپل چینایي سیال ته ویلي: افغانستان پر همکارۍ او تفاهم ولاړ متوازن بهرنی سیاست لري« چین زموږ په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په سیمه کې مهم هېواد دی. د افغانستان له ثبات څخه د چین په ګډون ټوله سیمه ګټمنېږي.»

افغان لوري له چین سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا تر څنګ د افغانستان د سوداګرۍ پر پراختیا هم ټینګار وکړ او له چینايي لوري یې وغوښتل چې د افغان سوداګرو د ستونزو په اواري کې مرسته وکړي.

افغان پلاوي غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه چین ته د ونیکس ماربل، قیمتي بوټو، کیشتې، بادام، وچو انځرو، پستو اینجي او په ځانګړې ډول د جلغوزو صادراتو په برخه کې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
افغان لوري دغه راز له چینايي لوري څخه غوښتي څو د دوو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې سوداګرۍ لپاره باید لارې چارې برابرې او تر څنګ یې په چین کې افغان زده‌کوونکو ته د لوړ زده‌کړو زمینې برابرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر “وانګ یي” بیا په افغانستان کې د وروستي “مثبت تحول” «هرکلی» وکړ او په ډاګه یې کړه چې افغانستان او چین تاریخي اړیکې لري.

وانګ یي وویل چې چین به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د مشترکو ګټو پر بنسټ کار وکړي او داچې « هېڅکله به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»
د چین د بهرنیوچارو وزیر وویل، چې هېواد یې د افغانستان امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري «مونږ افغانستان ملاتړ کوي،څو د پراختیا لپاره خپله لار په خپله وټاکي.»

چینایي چارواکو ژمنه وکړه چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې به خپل رول ولوبوي او ترڅنګ به یې هېواد له افغانستان سره بېړنیو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه وایي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین له دې دریځ څخه ځانګړی هرکلی وکړ چې له افغانستان سره سوداګري پراخوي، مثبتو اړیکو ته وده ورکوي او په افغانستان کې د لاسوهنې اراده نه لري.

د خبرپاڼې په وینا« په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لاپراختیا په موخه کې به په راتلونکي کي هم ګډی ناستي کوي او ګډ میکانیزم به رامنځ ته کېږي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: