د ټاپي پروژې د چارو د پیل په اړه د افغانستان او ترکمنستان چارواکو خبرې کړې

عزم : ۱۴۰۰ لړم ۵

د اسلامي امارت ویندوی ښاغلي ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې تیره ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر الحاج محمد عیسی اخند په خپل کاری دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي عوضوف سره کتلي او د ټاپي پروژي د پیل په هکله یې ورسره خبرې کړې دي.
مجاهد وایي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ترکمن سفیر ته جوته کړې چې اسلامي امارت له څه مودې راهیسې هڅې کوي او چمتو ده چې د ټاپي پروژې د کار او فعالیت د پیل ویاړ ترلاسه او د امنیت په اړه یې له اړوندو څانګو سره خبرو ته دوام ورکړي،څو یې په هکله بشپړ ډاډ ترلاسه شي.

خبرپاڼه وایي چې د ترکمنستان هیواد سفیر ښاغلي عوضوف، د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري څخه د ستاینې پرمهال وویل، چې د 2021 کال د اکتوبر له 30 څخه تر 31 پورې به د هغه هیواد څخه پلاوی افغانستان ته راشي ترڅو 150 کیلو متره استملاک ځمکه، د بریښنا او ګاز پروژې رامینځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټاپي د پایپ لاین پروژه چې د دواړو هېوادونو لپاره یوه ستره او ډېره مهمه پروژه ده ، په څو برخو وېشل شوې ده.
د یادې پروژې پیل د ترکمنستان له پولې څخه کیږی او تر هراته رسیږي او بیا د افغانستان پنځو ولایتونو ته غځول کېږي،چې وروسته بیا ګاونډي هیواد پاکستان ته ځان رسوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button