چې فساد نه وي، په کمو امکاناتو لوی کارونه کيږي!

سلیمان سعید (غلجی)

په تېره شل کلنه دوره کې افغانستان ته انتهايي زياتې پيسې راغلې او هماغه بهرنۍ مرستې وې چې څه نا څه د رغونې او ابادۍ چارې تر سره شوې. څه نا څه ځکه وايم، چې تر لاسه شويو مرستو ته په کتو دغه رغنيزې چارې بيخي لږ دي.
د کابل اداره کې فساد دومره اوج ته رسېدلی ؤ، چې که يوه به يې مصرفوله، نهه به يې خپل جيب ته اچولې. نو په تېرو شلو کلونو کې تر سره شوې چارې او پرمختګونه د کابل ادارې د چارواکو کومه ځانګړنه نه ده، بلکې دا هغه پردۍ مرستې وې چې د افغانستان د اشغال په بدل کې رالېږل کېدلې. خو دلته به مفسدو چارواکو يوه مصروفه او نورې به يې خپلو کې وېشلې.
همداراز هغه مصارف چې دوی به کول، مطلق اکثريت يې بې ځايه او بې ګټې وو. که سړک جوړ شي، د اوبو بند جوړ شي، کانال او نهرونه جوړ شي، نو بې شکه چې دا ګټور او بنسټيز کارونه دي، خو د دوی اکثره لګښتونه بې ځایه ؤ، مثلاً که د بريښنا برخه کې به يې لګښت کاؤه، نو د بندونو پر ځای به يې يا پر خلکو شمسۍ وېشلې او يا به يې جرناتورونه اخيستل، ښارونو کې به يې په پارکونو په ميليونونو مصارف کول، حکومتي ودانيو کې خو بيخي بې اندازې اصراف روان ؤ، د افغانستان غوندې بې وزله هېواد کې حکومتي ودانۍ په داسې بڼه جوړې دي، لکه د چين او جاپان! په ښوونځيو کې فرشونه نشته، ماشومان پر ځمکه ناست وي، خو په دولتي ودانيو کې درې او څلور فرشونه او قالينې پرتې وي، د چوکيو او میزونو خو يې مه پوښته. پر بيرغونو به يې په ميليونونو ډالر مصرفول.
البته يو څه بندونه او سړکونه هم جوړل شول، مګر د هغو مرستو او پيسو په نسبت چې تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته راغلې، دغه چارې هيڅ د يادولو وړ نه دي.
اوس نو که څوک وايي چې پخوانی حکومت د اقتصاد برخه کې له اسلامي امارت څخه پياوړی ؤ او ډېرې رغنیزې چارې يې تر سره کړې، دا نو کاملاً حماقت او تجاهل دی. ځکه چې پخواني حکومت خو فقط د يو مفسد ټيکه دار رول درلود. نړۍ والو به پيسې ورکولې، دوی نهه پکې غلا کولې او يوه يې مصرفوله. نو که هغه اندازه پيسې اوس اسلامي امارت ته راتللی، د تېرو شلو کلونو پرمختګ موږ په دوو کلونو کې کولای شوی.
او که څوک دا وايي چې نو اسلامي امارت ولې هغه شان مرستې نه شي تر لاسه کولی، دا نو بيا بيخي د سادګۍ خبره ده. ځکه چې نړۍ والو خو پخواني حکومت ته د افغانستان د اشغال او بې دينۍ خپرولو په بدل کې مرستې او پیسې ورکولې، نو که (خدای مه کړه) اسلامي امارت هم هماغه غلامي او بې ديني ورسره ومني، پرته له شکه چې دوی ته يې هم ورکوي. خو اسلامي امارت ته د هېواد خپلواکي او د اسلام د مقدس دين پر اساساتو ولاړ نظام تر هر څه لومړيتوب لري. او حقيقت دا دی چې د خپلواکۍ ژوند کې د غلامۍ تر ژونده زر چنده زيات پرمختګ حاصلېدلی شي. څوک چې غلام وي، تل به د بادار مرستو ته اړ وي، خو ازاد ملتونه په خپلو مټو ځان رسوي.
اوس الحمدلله له بهرنيو مرستو پرته؛ اسلامي امارت د خپلو عوايدو له درکه د حکومت چلولو تر څنګ رغنيزې چارې هم پيل کړې دي. د اقتصادي پرمختګ پر لور دغو دوو مياشتو کې دومره کار شوی، چې تېرو شلو کلونو کې نه دی شوی. که موږ د خپلواکي ساتلو تر څنګ د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره اقتصادي اړيکې ورغوو، بيا به نه ماتېدونکی ملت يو.
تېرو شلو کلونو کې زموږ اقتصاد کاملاً درواغجن اقتصاد ؤ. په خپلو پښو نه وو ولاړ، بنسټيز کارونه نه تر سره کېدل، ځکه خو نن دغه حالت دی. اوس که موږ خپل غنم درلودی، ولې به نن د اوړو بيو له اسمان سره خبرې کولې. تېرو شلو کلونو کې زموږ اقتصادي پرمختګ صفر ؤ، پردۍ مرستې راروانې وې، داسې مثال يې درلود لکه يو څوک چې کوم بې وزله او مسکين غرمې ته ميلمه کړي، ښې غوښې پرې وخوري، خو چې کور ته راشي، ماښام وږی ناست وي.
نو پخواني شل کلن حکومت کې موږ هم د نړۍ والو مېلمانه وو، اوس چې هغوی ولاړل او مرستې يې بندې کړې، وږي ناست يو. نو د دې لپاره چې په خپلو پښو ودرېږو، بايد پرديو مرستو ته سترګې ونه نيسو، همت وکړو او د پياوړي اقتصاد او ښې راتلونکې لپاره بنسټيز کارونه تر سره کړو.
په اوسني نظام کې د فساد کچه صفر ده، نو په کمو امکاناتو ډېر کارونه کېدلی شي. د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د نماينده ښاغلي سهيل شاهين په وينا؛ په تېر فاسد رژيم کې به يو کيلو متر سړک له درې سوو ــ تر درې نيم سوه زره ډالرو په مصرف جوړېده، خو اوس يو کيلو متر سړک په شپږ شپېته زره ډالره تر پخوانيو هغو په ښه کيفيت جوړيږي. سره له دې چې اوس د نفتي موادونو نرخونه هم تر پخوا ډېر لوړ شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button