د ۱۴هیوادونو له سفیرانو او استازو سره ناسته؛ متقي وایي:نوی افغان حکومت باید په رسمیت وپیژندل شي

عزم :۱۴۰۰ لړم ۵

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي چې نن ماښام د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير ” مولوي امير خان متقي” له خپل هیئت سره یوځای د ۱۴ هېوادونو له سفيرانو او ځانګړو استازيو سره، چې عمدتا د اروپايي هیوادونو اړوند و، په ګډه ناسته کي وکتل او پر بیلابیلو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.

نوموړی زیاتوي چې په پيل کې د بهرنيو چارو وزير د نوي اسلامي حکومت، امنيت ټينګښت، نيوالې ټولنې سره اړيکې، اقتصادي وضعيت، پر افغانستان لګېدليو بنديزونو، د فساد له منځه وړلو، په باب وينا وکړه او له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل چې افغانستان له ۴۰ کاله وروسته يو حاکم نظام لري، نو پکار ده چې نړيواله ټولنه په ګډه د امريکا له متحده ايالتونو څخه وغواړي ،څو افغانستان د خلکو پر ملي شتمنۍ بنديزونه لرې کړي.

یلخي وایي چې د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو پرمهال وويل: د افغانستان نوی حکومت د يوه مسوول حکومت په توګه يې ټول هغه شرطونه پوره کړي چې بايد په رسميت وپېژندل شي.

نوموړی دغه راز وایي د یادو هیوادونو استازيو هم په نوبت سره خپل نظرونه وویل او د افغان پلاوی له څرګندونو او وضاحتونو څخه یې اطمينان او خوښي څرګنده او د دا ډول غونډو په دوام یې ټینګار وکړ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button