طالبان: په بګرام او نورو زندانو کې په به دخپلووژل شویو ملګرو غچ اخلو

دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه  کې راغلي چې دوی به دهغو ملګرو چې دبهرنیو او کورنیو ځواکونو په زندانو نو کې دستي شکنجې له امله وژل کیږي انتقام له بهرنیو او کورنیو سرتیرو څخه واخلي .

ذبیح الله مجاهد په ځانګړي ډول دمولوي عبدالرقیب چې دننګرهار ولایت دخوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی وو یادونه کړې ده ، مولوي عبدالرقیب چې تکړه دیني عالم وو دننګرهار دخوږیاڼو ولسوالۍ دګندمک دسیمي اوسیدونکی وو نوموړی دوه کاله وړاندي بهرنیو ځواکونو نیولی وو چې دوې ورځي وړاندي یې په باګرام زندان کې دسختو شکنجو له امله ساه ورکړه .

دمولوي عبدالرقیب جنازه نن مازدیګر جلال آباد ښار دعیدګا جومات کې ادا شو او دننګرهار ښار ګڼو اوسېدونکو پکې ګډون کړی وو .

دیادوني وړ ده چې شاوخوا دوې اونۍ وړاندي یوبل دیني عالم او دمشهور ترانه ویونکي عبدالحکیم سجاد پلار هم په زندان کې دسختو شکنجو له امله ساه ورکړه .

نوموړی دملي امنیت دسرتیرو له لوري تري تم شوی وو چې بیا وروسته په لوګر ښار کې په داسي حال کې وموند شو چې حواس یې له لاسه ورکړي وو په روغتون کې تر دوو شپو تداوي وروسته یې هم صحت ښه نه وو او وفات شو .

دبهرنیو ځواکونو او افغان دولت په زندانونو باندي د دبې پرې مؤسسو له لوري هم زیاتي نیوکي کیږي او  دبشري حقوقو په سرغړونه تورن دي .

جاوید احمد

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button