اسوشیېټېډ اژانس: ملګرو ملتونو له G20 هېوادونو وغوښتل چې افغانستان کې د لوږې د پراخېدو مخه ونیسي

عزم (شنبه، ۸لړم، ۱۴۰۰): نړیوالې ټولنې د نړۍ د شلو پرمختللو اقتصادي هېوادونو د ګډې غونډې له پیل وړاندې په یادو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان کې د لوږې د پراخېدو مخنیوی وکړي.
اسوشیټېډ پرېس اژانس په خپل یو اوږد راپور کې لیکلي: «د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیتس د دې اونۍ په پای کې د نړۍ د ۲۰ لویو اقتصادي هېوادونو مشرانو ته یو سخت پیغام درلود او د افغانستان په اړه اندیښمن و. هغه ویل چې د سوړ ژمي واورې پېلېدونکې دي او د افغانستان نیمايي نفوس له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګریوان دی، چې ښايي همدغه شمېر یې کافي خوړو ته لاس رسی ونلري».
راپور زیاته کړې: په افغانستان کې اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي، ژمی را لنډ دی، د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری او ګڼ کم عمره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د اسوشیټېډ په حواله: نړیوالې ټولنې جي ۲۰ هېوادونه له راتلونکې غونډې وړاندې د افغانستان له کمزوري اقتصادي حالت خبر کړي دي.
ملګري ملتونه وايي: اوسمهال په افغانستان کې یوازې د خوړو نړیوال سازمان WFP خوراکي توکي توضیع کوي، یاد سازمان توانېدلی چې ۴ میلیونو افغانانو ته خواړه ورسوي، خو د ژمي په راتګ سره باید دغه شمېره درې برابره زیاته او ۱۲ میلیونو ته لوړه شي.
په ورته وخت کې مارتین ګریفیتس وایي: اوسنی بحران په تېرو څو کلونو کې د دوو لویو وچکالیو، د جګړو پر مهال د خدماتو ګډوډېدل او د مخ پر ځوړ اقتصادي حالت پایله ده.
هغه زیاته کړه: « هغه پيغام چې زه به يې د جي ٢٠ هېوادونو مشرانو ته ورکړم، په افغانستان کې د اقتصادي سقوط په اړه اندېښنه ده، ځکه چې په افغانستان کې اقتصادي سقوط به خامخا پر سيمه ناوړه اغېزه وکړي. او یوه ځانګړې مسئله چې زه به یې له دوی څخه وغواړم چې لومړی ورته پام وکړي، د افغانستان اقتصاد ته د کنګل پیسو د ترلاسه کولو مسئله ده؛ څو د افغانستان اقتصاد له سقوط حالته وژغورل شي».
د ویلو وړ ده چې امریکا د تېر حکومت له سقوط سره سم د افغانستان نیږدې ۹ نیم میلیارده ډالر پانګه کنګل کړه.
هېره دې نه وي چې پرون ملګرو ملتونو ته د افغانستان له خوا ټاکل شوي استازي سهیل شاهین هم له G20 هېوادونو وغوښتل چې افغانستان سره ژمنه کړې (یو میلیارد یورو) مرسته باید ژر تر ژره وشي.
د ویلو وړ ده، چې د G20 سرمشریزه نن د شنبې او یکشنبې په ورځو د ایټالیا هېواد په روم ښار کې ترسره کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button