نن چین ته د ځڼغوزیو صادرات پیلېږي

عزم(یکشنبه، ۰۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چین ته د ځڼغوزیو صادرات نن پیلېږي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، نن به د افغان سوداګرو د ځڼغوزیو لومړۍ کڅوړه د هوايي دهلېز له لارې چین ته ولېږدول شي.
د ښاغلي بلخي په خبره، چین ته د ځڼغوزیو د صادراتو هوکړه د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۶مه په دوحه کې شوې وه او نن به یې صادرات پیل شي.
په هېواد کې هر کال زرګونه ټنه ځڼغوزي د خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او نورستان له ځنګلونو راټولېږي، چې ډېره برخه یې چین ته صادرېږي.
د ځڼغوزیو سوداګرو سره سږ کال اندېښنه وه، چې سږ کال به یې ځڼغوزي چین ته صادر نهشي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې چین ته به د ځڼغوزیو صادرات د پخوا په څېر روان وي.