تورخم کې د مسافرو لپاره د شپې تېرولو ځای جوړ شو

عزم(سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، په تورخم ښارګوټي کې د مسافرو لپاره د شپې تېرولو ځای برابر شوی دی.

د تورخم ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تورخم ښارګوټي کې د تورخم ښاروالۍ له لوري مسافرو لپاره شل بابه کېږدۍ ودرول شوي، چې بند پاتې شوي مسافر پکې شپه سبا کړي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کېږدۍ د ننګرهار ولایت مقام له لوري د تورخم ښاروالۍ ته ورکړل شوې وې، چې د ښاروالۍ له لوري ورته د اوبو او ځینې نورې اسانتیاوې هم برابرې شوې.: «د ننګرهار ولايت مقام له لوري تورخم ښارګوټي کې د شل بابه خېمو په درولو سره مسافرينو ته د شپې تېرولو ځانګړی سهولت رامنځته شو. په دې خېمو کې د کمپلې، بسترې، اوبو او نورو اړينو سهولتونو زمينه برابره شوې ده.»

د یادونې وړ ده، له دې وړاندې به په تورخم کې مسافرو په جالونو او یخې هوا ته شپې سبا کولې، چې اوس ورته د افغانستان اسلامي امارت د ځايي مسوولینو له لوري کېږدۍ ودرول شوې او له دې وروسته به مسافر پکې خپلې شپې سبا کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button