طنز: باټې ویشتونکی ښکاري

یو ښکاري به همېشه په مجلسونو کې د خپلې نښې او ښکار کولو کیسې کولې، ان تر دې چې هغه په باټو وهونکي ښکاري مشهور شو.
د ده ملګرو نه منله چې نښه یې هومره ښه ده، څومره چې دی وايي.
یوه ورځ یې ټول ملګري راجمع کړل او غوښتل یې خپله پخه نښه ورته وښايي.
په دې وخت کې د ځنګل دپاسه یو باز راښکاره شو، هماغه و، چې ملګرو یې ورته وویل: وروره! نر دې بولو که دې پورتنی باز په زړه وویشت!
ښکاري په ډېر دقت او پام سره نښه برابره کړه خو چې وار یې وکړ؛ نو باز خطاء شو.
ملګرو یې دی درواغجن وباله او ورپورې ویې خندل.
خو ښکاري چې له خپل عادت نه مجبور و، په موسکا یې وویل: یارانو! تاسې به د لومړي ځل له پاره وینئ، چې یو وژل شوی باز دې په هوا الوځي؟!!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: