د افغانستان بانک: له دې وروسته په اوونۍ کې ۴۰۰ امریکايي ډالر او ۳زره افغانۍ له بانکونو اخیستلی شئ

عزم(چهارشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي، له دې وروسته خلک کولای شي چې په اوونۍ کې له بانکونو ۴۰۰ امریکاي ډالر او ۳۰ زره افغانۍ واخلي.

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پرېکړه یې د امانتونو د ورکړې د بهیر د اسانتیا لپاره کړې ده.: «دا خبرتیا له سوداګریزو بانکونو سره د خلکو د امانتونو په اړه د مخکېنۍ خبرتیا په تعقیب سره ټولو هېوادوالو ته وړاندې کېږي. درنو پېرودونکو ته د امانتونو د ورکړې د پروسې د آسانتیا، د هېوادوالو د مالي ستونزو د حل او د بانکي فعالیتونو او خدمتونو په وړاندې کولو کې ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ د لاندې شرایطو پر پلي کولو مکلف دي چې خلکو ته په اوونۍ کې ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکړي.»

د خبرپاڼې له مخې، د امریکایي ډالرو انفرادي حساب لرونکو ته په اوونۍ کې د (۴۰۰) څلور سوه امریکایي ډالرو ورکول او که چېرته په میاشت کې یوازې یو ځل د پیسو غوښتنه کېږي پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۱۲۰۰) دولس سوه امریکایي ډالر ورکول کېږي.: «د افغانۍ انفرادي حساب لرونکو ته په اوونۍ کې (۳۰،۰۰۰) دېرش زره افغانۍ ورکول او که چېرته په میاشت کې یوازې یو ځل پیسې ایستل کېږي پېرودونکو ته په میاشتني ډول (۱۰۰،۰۰۰) سل زره افغانۍ ورکول کېږي؛ او له موجه اسنادو او دلایلو پرته له انفرادي حسابونو څخه شرکتي حسابونو ته د سوداګریزو بانکونو له لوري د پیسو نه لېږدول.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، همدارنګه ټولو سوداګریزو بانکونو ته لارښوونه کېږي چې که د  ۱۲/۰۸/۱۴۰۰ نېټې وروسته څوک بانکونو ته نغدې پیسې راوړي پېرودونکي کولای شي چې هر وخت وغواړي بېرته یې په مکمله توګه نغدې واخلي او یا یې کوم بل حساب ته ولېږدوي. هغه سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ چې سرغړونه وکړي او یا هم له پېرودنکو په دې اړه مستند شکایتونه تر لاسه شي له دوی سره به اصولي چلند وشي.: «د افغانستان بانک د خپلې ژمنې پر بنسټ هڅه کوي چې په دې برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره نورې اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي او د بانکي نظام ټول فعالیتونه عادي حالت ته را وګرځوي، ترڅو په دې وسیله درنو هېوادوالو ته د اغېزناکو خدمتونو ترڅنګ د لویو اقتصادي پروژو په تمویل او بیا رغونه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button