د نړۍ لومړنی داسې موبایل جوړ شو چې ۵۰ میګا پکسل سیلفي کیمره لري

عزم (پنجشنبه، ۱۳ لړم ۱۴۰۰): په وروستیو کې ځیرکو موبایلونو ته د جوړونکو شرکتونو له لوري د کیمرو داسې سیستمونه ورکړل شوي، چې د ډیجیټل کیمرو اړتیا پوره کوي.
تازه ویوو شرکت داسې موبایل جوړ کړی چې د مخې (سیلفي) کیمره یې ۵۰ میګاپکسل ده.
ښايي تاسې حېران شئ، ځکه تر اوسه د افغانستان د اوسط خلکو د موبایل بېک (د شا) کېمرې هم دومره تېزې او غښتلې نه دي؛ خو ویوو شرکت ته دا کومه ستره خبره نه ده، ځکه له دې وړاندې هم یاد شرکت د ۳۲ میګاپکسل سیلفي کیمرې لرونکي موبایلونه بازار ته وړاندې کړي وو.
ګېز چاینا ویبپاڼې لیکلي: «دا به د نړۍ لومړنی موبایل وي، چې سیلفي کیمره یې د ۵۰ میګاپکسلو غښتلتیا ولري».
د خبر له مخې: ویوو شرکت د موبایلونو په V23 لړۍ کې خپل دریم ډول موبایل ته د کیمرو ستر سیستم ورکړی، چې اخیستونکي به یې په زیاته پېمانه خوښ کړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې د V23 لړۍ موبایلونه به څو وي او کله به خرڅلاو ته وړاندې کیږي، خو هغه معلومات چې د یاد شرکت له لارې رسنیز شوي، ښيي، چې د همدې لړۍ یو موبایل به له ۴۰۳۰ امپیره بیټرۍ سره، سره ۵۰ میګاپکسل سیلفي کیمره هم ولري، چې په HD کوالټي سره به انځورونه ثبتوي.
په دغو موبایلونو کې به د انډرایډ۱۱ اپرېټېنګ سیستم ځای پر ځای شوی وي او بیه به یې تر ۳۵ زره افغانیو پورې وی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: