ګارډین: امریکا د ډرون په برید کې د ۱۰ ملکي افغانانو وژنه د بشري قوانینو ماتول نه بولي

عزم (جمعه، ۱۴لړم، ۱۴۰۰): بهرنیو رسنیو کې یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیانو د وتلو پر مهال ملکي وګړیو باندې شوي ډرون برید غبرګون پیدا کړی دی.
ګارډین انګلیسي ورځپاڼې په تازه ګڼې کې لیکلي: امریکا په کابل کې د ډرون هغه برید له بشري او جګړه ییزو قوانینو سره په ټکر کې نه بولي، په کوم برید کې چې ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول.
ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت له ادرسه لیکلي: “په کابل کې د امریکايي پوځ ډرون برید چې ۱۰ افغانان یې ووژل، یوه داسې تېروتنه وه چې له هیڅ قانونه سر غړوونه پکې نه ده شوې”.
ورځپاڼې د امریکايي هوايي ځواک د ډګر جنرال سامی خبرو ته پام اړولی چې وايي: “دا یوه صادقانه تېروتنه وه او کوم جنايي، ګډوډ او بې پرواه عمل نه و”.
ډګر جنرال زیاتوي: د برید ترسره کوونکي باوري و، چې موټر کې ناست کسان داعش وسله وال دي، چې امریکايي ځواکونو او دیپلوماتانو ته ترې حتمي ګواښ متوجه و.
باید وویل شي چې د اګست په ۲۹مه امریکايي هوايي ځواک د ډرون الوتکې په برید کې د ۷ ملکیانو په ګډون ۱۰ تنه ووژل.
په هغه وخت کې امریکایانو وویل: یاده حمله یې د هغو داعشیانو په موټر کړې چې غوښتل یې د کابل په هوايي ډګر کې میشتو بهرنیانو باندې برید وکړي.
خو وروسته څرګنده شوه چې وژل شوي کسان ملکي وګړي وو، چې ان ۲ کلن ماشوم هم پکې شامل و.
بل لور ته د قربانیانو کورنۍ ګارډین ته ویلي: تر ننه نه پوهیږي چې امریکایانو یې ولې د کورنۍ غړي ور ووژل؟
د دوی په خبره: د وژل شویو کسانو سوځېدلي مخونه د کتلو او پېژندلو وړ نه وو.
مګر پنټاګون بېا وايي: یاد برید کې له جنګي قانونه سرغړونه نه وه شوې، بلکې د اړیکو د نشتوالي او یو اړخیزو معلوماتو له مخې اجرأت شوي، چې د پښېمانۍ وړ ملکي تلفات پکې رامنځته شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button