ډيپلومات: طالبان په یوه نوې ځواکمنه څېره نړۍ ته ځان ورپېژني

عزم (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰): دیپلومات خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې چې د طالبانو د نوي حکومت په اړه پکې څرګندونې شوې دي.
خپرونې لیکلي: طالبان دا ځل غواړي له تېرې واکمنۍ سره په توپیر ټولې نړۍ باندې ځان وپېژني.
د مقالې لیکوال باوري دی چې طالبان به دا ځل له نړیوالو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو او غربي نړۍ سره د اړیکو یو نوی باب پرانیزي.
لیکوال وايي: ملګرو ملتونو په لومړیو کې د طالبانو د نه منلو خبر ورکړ؛ خو له دوو میاشتو تېرېدلو وروسته یې د طالبانو کړنو ته په کتلو سره دریځ نرم شو او ویې ویل، چې: د طالبانو داسې حکومت په رسمیت مني، په کوم حکومت کې چې بشري حقونه پام کې ونیول شي.
دیپلومات وړاندې لیکلي: “نړیوالو د یو نوي حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره څلور شرطونه ایښي، چې هغه دا دي: پر هېواد مؤثر کنټرول، د خلکو له لوري د حکومت ملاتړ او کورنی مشروعیت، د نظام ثبات او نړۍ سره کړې ژمنې پلي کول”.
اوس طالبان وايي، چې دوی یادې ژمنې پوره کړي او باید چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
خپرونې همداراز ویلي: طالبان هڅه کوي چې ملګرو ملتونو کې خپل استازي ته څوکۍ ترلاسه کړي او نړیوال یې ژر تر ژره په رسمیت وپېژني، چې په دې سره به د افغانستان بحراني وضعیت مهار او بد اقتصادي حالت ښه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: