نړیوالې رسنۍ: امریکا ته د تللو افغان کډوال ۴۰ سلنه ماشومان بې ‌سرپرسته ژوند تېروي

عزم (شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۰): نړیوالو رسنیو د تېر حکومت له ړنګېدلو وروسته امریکا ته د تللو افغان کډوالو په ژوند راپورونه خپاره کړي.
په امریکا کې د کډوالۍ ادارې له خپل رسمي ادرسه یو راپور خپور کړی، چې پکې ویل شوي: متحده ایالاتو ته د کډوالو شویو افغانانو ۴۰ سلنه ماشومان بې سرپرسته ژوند تېروي.
د یادې ادارې راپور کې څرګنده شوې: امریکايي حکومت هڅه کوي، چې په خپل هېواد کې بې سرپرسته افغان ماشومانو ته کورنۍ او استوګنځایونه پیدا کړي.
د امریکا د کډوالو ادارې مشر کریش اومارا سي اېن اېن تلویزیون ته ویلي: امریکايي پوځيانو په اګست میاشت کې له افغانستان زرګونه تنه را ویستلي، چې ۴۰ سلنه یې بې سرپرسته ماشومان او کم عمره ځوانان دي.
دا څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې ګڼو افغانانو سره په بهرنیو هېوادونو کې د کم عمره ځوانانو او ماشومانو په اړه بېلا بېلې اندېښنې موجودې دي.
دوی ویریږي، چې ښايي امریکايي مذهبي موسسې، جنايي شبکې او قاچاقي کړۍ له افغان ماشومانو ناوړه ګټه پورته کړي.
باید وویل شي چې امریکايي ځواکونو د افغانستان له پرېښودلو وړاندې خپل ټول جاسوسان او افغان همکاران له ځانه سره بوتلل؛ خو ۳۵ زره تنه یې لا هم په بهرنیو هېوادونو کې د امریکايي اډو دننه بې سرنوشته ژوند کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: