په افریقايي هېواد سیرا لیون کې د ټانکر له چاودنې وروسته د مړو شمېر له ۱۰۰ زیات شوی
عزم (یکشنبه، ۱۶لړم، ۱۴۰۰): تېره ورځ په افریقايي هېواد سیرا لیون کې د تیلو ټانکر چاودنه وکړه چې له امله یې ۹۹ تنه مړه شول.
یاده چاودنه چې د سیرالیون په پلازمینې کې د ټانکر له ټکر وروسته رامنځته شوه، ۱۹۹ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې د ۱۰۰ ټپیانو شمېر یې هم اوس زیات شوی او ګڼ یې مړه شوي هم دي.
الجزیره انګلیسي په یو راپور کې ویلي: تر پرون شپې پورې د مړو شمېر ۹۹ ښودل کېده؛ خو سهار یاده شمېره له ۱۰۰ هم لوړه شوې وه.
راپور د سرحدي ښار فري ټاون د ښاروال وون سیویر له خولې لیکلي: په ټپيانو کې زیاتره هغه وګړي دي، چې له چاودنې وروسته یې ټانکر نه تېل وړل.
په ورته وخت کې د روغتیا مرستیال وزیر امارا جمبای رسنیو ته ویلي: وضعیت ډېر حساس او بد دی.
نوموړي څرګنده کړې: «د وژل شویو کسانو لسګونه جسدونه پراته دي، د ټپیانو شمېر هم بیخي زیات او له کنترول وتلی دی».
بل لور ته د سیرا لیون ولسمشر جولیوس مادا بیو ویلي: حکومت به په ټول توان سره د ټپیانو درملنه وکړي او د وژل شویو کورنیو سره به مرسته وکړي.
جولیوس د ټانکر پېښه بوږنونکې او خواشینونکې بللې او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
ها خوا په سیرالیون کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې مشرې بریما بوریا سیسي وايي: په پېښه کې ګڼ شمېر موټرونه هم سوځېدلي دي.
باید وویل شي چې په افریقايي هېوادونو کې څو ځله وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.