جیوز نیوز: پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د سفر بلنه ورکړې

عزم (یکشنبه، ۱۶لړم، ۱۴۰۰): جیو نیوز پاکستاني تلویزیون خبر ورکړی چې پاکستان د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د سفر بلنه ورکړې او هغه به په راتلونکو څو ورځو کې د اسلام اباد دوره وکړي.
جیو نیوز ویلي: په یاد سفر کې به پاکستانی پلاوی له افغان حکومتي پلاوي سره چې مشري به یې مولوي امیر خان متقي کوي، د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي چارو، ټرانزیټ او سوداګرۍ په اړه خبرې وکړي.
تر اوسه د افغان حکومت ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو کومه تبصره کړې.
پاکستانیو رسنیو هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر کره نېټه نه ده څرګنده کړې.
په ورته وخت کې جیو نیوز ویلي: په سفر کې به له مولوي امیر خان متقي سره یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم موجود وي.
د جیو نیوز د راپور پر اساس: د دغه سفر بلنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره میاشت کابل ته د سفر پر مهال افغان لوري ته ورکړې وه.
که چیرې د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړي، دا به واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته اسلام اباد ته د افغان چارواکو لومړی رسمي سفر وي.
د ویلو وړ ده چې دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په پلازمینې کابل کې له ګڼو بهرنیو چارواکو، سفیرانو او د مرستندویه ادارو له مشرانو سره کتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: