کوسټاریکا لومړنی هېواد شو چې ماشومانو باندې یې هم د کرونا واکسین لازمي کړ

عزم (یکشنبه، ۱۶لړم، ۱۴۰۰): که څه هم په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې ماشومانو ته د کرونا واکسین ورکولو اجازه ورکړل شوې؛ خو کوسټاریکا لومړنی هېواد شو، چې په رسمي ډول یې کم عمره ماشومانو باندې هم د کرونا واکسین لازمي کړ.
د بي بي سي انګلیسي څانګې راپور څرګندوي، چې کوسټاریکا ماشومانو ته د واکسین رسولو له پاره امریکايي شرکت «فایزر» سره تړون لاسلیک کړی دی.
د تړون پر اساس به هر هغه ماشوم ته واکسین ورکول کیږی، چې عمر یې له ۵ کلونو زیات وي.
په ورته وخت کې د کوسټاریکا د روغتیا وزارت ویلي: په راتلونکي کال کې به د کورنا واکسین په ټولو هېوادوالو لازمي کړي او له مارچ میاشتې وروسته به یې چارې لا ګړندۍ شي.
د یاد وزارت مسؤلین وایي: لازمه ده چې له کرونا وبا نه ماشومان محفوظ شي او هغوی ته هم واکسین ورکړل شي.
بل لور ته بي بي سي وایي: کوسټاریکايي حکومت له فایزر کمپنۍ نه ۳۵۰۰۰۰۰ ډوزه واکسین اخیستی، چې ۴۰ سلنه یې ماشومانو ته ځانګړې شوې.
د معلوماتو پر اساس: کوسټاریکا کې ۵۵ سلنه خلکو د واکسین دوه دوزونه او ۷۰ سلنې یې یو دوز اخیستی دی.
یاد هېواد کې د کرونا ټولې ۵۶۲۳۱۶ پېښې ثبت شوې او ۷۱۳۴ تنه له همدې مرګونې وبا مړه شوي دي.
باید وویل شي چې تر دې دمه ټوله نړۍ کې د کرونا ۲۵۰۲۷۴۳۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ۲۲۶۵۴۷۱۸۳ تنه ترې رغیدلي او ۵۰۶۰۲۲۷ نور مړه شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button