نور به له ټویټر نه هم د ګوګل، فیسبوک، یوټیوب او ټیک ټاک په څير پیسې وګټلی شئ؟!

عزم (یکشنبه، ۱۶لړم، ۱۴۰۰): د ټولنیزو رسنیو یو تر ټولو زیات کارېدونکی اپلیکېشن «ټویټر» اعلان کړی چې ډېر ژر به د زیاتو فالورزو له مخې خلکو ته د پيسو ګټلو پروګرام معرفي کړي.
د راپورونو له مخې: نور به د ټویټر کارونکي هم وکړای شي، چې د ګوګل، فیسبوک، یوټيوب او ټیک ټاک په څير پیسې وګټي.
که څه هم اوسمهال په ټویټر د پیسو ګټلو کوم ځانګړی پروګرام نشته؛ خو په راتلونکي کې به د پیسو ګټلو «مونیټایزېشن» له پاره ځينې سیستمونه جوړ شي.
د رسنیزو معلوماتو پر اساس: ټویټر په ازمایشي ډول امریکا کې هغو وګړیو ته د پیسو ګټلو موقع ورکړې چې د ټویټر اکاونټ فالورز (تعقیبونکي) یې له ۱۰۰۰۰ او قانوني عمر تر ۱۸ کلونو زیات وي، اکاونټ یې له ۳ میاشتو پخوانی وي او هره میاشت ۲۵ ټویټونه وکړي.
دغه پروګرام ته د سوپر فالورز نوم ورکړل شوی، چې د ستمبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په امریکا کې پیل شوی دی.
د یاد پروګرام له مخې ستاسې د اکاونټ ټویټونه (نشریات) به یوازې هغه چا ته رسیږي، چې تاسې ته خپل ټاکلی فیس (۲.۹۹، ۴.۹۹ او یا هم ۹.۹۹ ډالر) درکړي.
په همدې اساس که کوم اکاونټ له دې لارې ۵۰۰۰۰ ډالر وګټي؛ نو ټویټر به ۳ سلنه فیس ترې وګرځوي؛ خو که عاید یې له ۵۰ زرو زیاتیږي؛ نو د ټویټر فیس هم ۲۰ سلنې ته لوړیږي.
که څه هم تر دې دمه دغه پروګرام یوازې د IOS (ایفون) کارکوونکو ته جوړ شوی؛ خو ویل کیږي، چې که پروګرام کامیاب شو؛ نو ډیر ژر به نورو هېوادونو او ځيرکو موبایلونو ته هم وغځول شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button