د عمر رضي الله عنه صراحت
یوه سړی عمر رضي الله عنه ته د ورننولو اجازه وغوښتله، هغه وویل: د غوره پلرونو زوی ته اجازه ورکړئ، کله چې ورغی عمر ورته وویل: ته څوک یې؟ هغه وویل: زه فلان، د فلان زوی … همداسې یې د جاهلیت د زمانې نیکونو نومونه اخیستل، عمر ورته وویل: ته یوسف بن یعقوب بن اسحاق یې؟ هغه ول نه، عمر ورته کړه: هغه (یوسف علیه السلام) د غوره پلرونو زوی و، ته د شریرو پلرونو زوی او جهنمیان راته شمېرې. المستدرك للحاكم (٣٣٦٤)
الله دې له عمره راضي شي، له کیسې ښکاري دې سړي به د جاهلیت زمانې په نیکونو ویاړل، نو ده یې پخپل صراحت او قاطعیت سره دا غلط فکر ورسم کړ.
استاذ حامد افغان