د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د روغتیايي تجهیزاتو د مرستې کڅوړه کابل ته راورسېده

عزم(دوشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام نن یو ځل بیا د روغتیايي توکو مرسته کړې ده.

یاد سازمان پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي، دغه مرسته د شااوخوا پینځه زره افغان ماشومانو د درملنې لپاره ده، چې د قطر په همکارۍ یې کابل ته لېږلې ده.

د یاد سازمان د خبرپاڼې له مخې، د اګسټ له ۳۰مې د قطر هوايي شرکت د څلورو الوتکو د دغه سازمان ۶۰ مټریک ټنه روغتیايي توکي افغانستان ته لېږلي، چې د یو نیم مېلیون افغانانو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د ځوابولو لپاره بسنه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو روغتیايي مرستو ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به د روغتیايي نظام له پاشل کېدو مخنیوی کوي.

یاد سازمان له دې وړاندې هم ویلي وو، چې مېلیونونه افغانان بېړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او نړیوال باید له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button