سبا ورځ؛ د بهرنیو چارو د وزیر په مشري یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر کوي

عزم : ۱۴۰۰ لړم ۱۸

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي خبر ورکړی چې سبا ورځ به د بهرنیو چارو د وزیر «مولوي امیرخان متقي» په مشري یو لوړ رتبه پلاوی پاکستان ته سفر کوي.
نوموړی زیاتوي : «هیئت به د اړیکو په پیاوړتیا، اقتصاد، ترانزټ، مهاجرینو او ولسونو ته په تګ راتګ کي د سهولتونو په زیاتوالي خبري کوي.»

بلخي وایي چې د بهرنیو چارو له وزیر سره دغه سفر کې د مالیې او تجارت وزیران او کاري ګروپونه یې هم ملتیا کوي.
واک ته د اسلامي امارت له رسیدو وروسته ، دا پاکستان ته د افغان چارواکو لومړی سفر دی ،چې اسلام آباد ته یې تر سره کوي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button