د نړۍ لس لوړې ودانۍ وپېژنئ (دوهمه برخه)!

۶ ــ ون ورلډ ټریډ سنټر (One World Trade Center):
د نړۍ ۶مه هسکه ودانۍ د امریکا په نیویارک ښار کې ده، چې لوړوالی یې ۵۴۱ متره دی او ټول ۹۴ پوړونه لري. دغه ودانۍ په ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوې ده.

۷ــ ګوانګزهو فینانس سنټر (Guangzhou CTF Finance Centre):
دا هم د نړۍ یوه هسکه ودانۍ ده، چې د چین په ګوانګزهو ښار کې په ۲۰۱۶ کال جوړه شوه. ټول منزلونه یې ۱۱۱ دي او ۵۳۰.۱ متره لوړوالی لري.

۸ــ تیانجین فینانس سنټر (Tianjin CTF Finance Centre):
دا په چین کې د اقتصادي چارو یو تر ټولو ستر مرکز دی، چې د ودانۍ شکل یې هم د خښتو د بټۍ په څير دی، ټول لوړوالی یې ۵۳۰ متره دی او ۹۷ پوړونه لري. د دې ودانۍ چارې په ۲۰۱۹ کال کې بشپړې شوې.

۹ــ سیټیک ټاور (CITIC Tower):
دا په چین کې یو بل هسک ټاور دی، چې ۵۲۷ متره دنګ دی. ټول ۱۰۹ منزلونه لري او په ۲۰۱۸ کال کې یې د تعمیر چارې پای ته ورسېدې. د ودانۍ شکل یې د انسان د څنګل هډوکي په څير ده.

۱۰ــ تاي پي ۱۰۱ (TAIPEI 101):
دا د نړۍ لسمه دنګه ودانۍ ده، چې لوړوالی یې ۵۰۸ مترونو ته رسیږي او له برج خلیفه نه ۳۲۰ متره ټیټه ده. یاده ودانۍ په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې چې ټول ۱۰۱ منزلونه لري. تای پي ۱۰۱ ټاور په تایوان هېواد کې دی.

ژباړه او راټولونکی: خالد مشال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button