د وزیرانو شورا: د الله ګل مجاهد قضیه دې وڅېړل شي

عزم(سه شنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې په ګڼو برخو کې پرېکړې شوي دي او همدا راز د استخباراتو ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د الله ګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه دې په دقیق ډول وڅېړي او له نیوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

د افغانستان د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې د هېواد په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو مسئایلو بحثونه او پرېکړې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دفاع او کورنیو چارو او امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارتونو ته او د استخباراتو د لوی ریاست او کابل امنیه قومندانۍ څخه جوړ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ملي سوداګرو او صرافانو شکایتونه وڅېړني او امنیت یې خوندي کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت مکلف دی چې د ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګه‌والو ته لازمې اسانتاوې برابرې کړي، تر څو په ډاډمنه توګه د هېواد د ښېرازۍ، بساینې او اقتصادي پرمختګ په لاره کې رغنده ګامونه واخلي. د دوی د پلانونو، پروګرامونو او پروژو پر وړاندې خنډ او ځنډ جوړول قانوني جرم دی.

د خبرپاڼې له مخې، د کرنې وزارت ته دنده سپارل شوې تر څو د لرګیو پرې کولو د مخنیوي او د سون توکو د کمښت له اړخه د خلکو ستونزو ته په کتو یوه طرحه جوړه کړي، چې ځنګلونه خوندي پاتې شي او د وچو لرګیو لېږد او استعمال لپاره لاره برابره شي، چې د ژمي په موسم کې خلک له ستونزو سره مخامخ نه‌شي.

«په مجلس کې دغه راز د ملي پارکونو د احیاء او پاللو، د پنجشېر ولایت د اجتماعي وضعیت او حکومتي ادارو د بهبود، د نوي بودیجوي کال لپاره د حکومتي تشکیلاتو په اصلاح او د مغصوبه ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره د ځانګړې قظعې د جوړولو او ګڼو نورو مسئایلو په اړه هم سلا مشورې او مهمې پرېکړې وشوې.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: