ولس سره د عمر رضي الله عنه نرمي

د کومو مېرمنو به چې خاوندان په کور نه وو ، هغوی ته به عمر بن الخطاب رضي الله عنه ورغی ، دروازه کې به یې سلام ورته وکړ او ورته وبه یې ویل : چا خو به کوم تکليف نه یې درته رسولی، بیا به یې ورته وویل : د کور سامان مو که کم وي يا نه وي، زه یې له بازاره درته راوړم ، هسې نه ستاسو غلامان/ مینځې/ هلکان بازار کې څوک خطا کړي. نو هغو مېرمنو به خپلې غلامان / مینځې/ هلکان ورسره ولیږل.

عمر رضي الله عنه به بازار ته روان شو، تر شا به ګڼ شمېر غلامان/ مینځې/ هلکان ورپسې روان وو او ټولو ته به یې پخپله سامانونه واخستل، که هغو مېرمنو کې به چا څه نه لرل هغو ته به یې هر څه پخپله واخیستل او ور وبه یې لیږل. الریاض النضره في مناقب العشره للمحب الطبري 316/2

کله به چې له جهادي لښکر نه څوک راغی او د مجاهدینو لیکونه به یې راوړل، عمر رضي الله عنه به پخپله هغه لیکونه ورواخیستل د هغو کورونو ته به ورغی ، هغوی ته به یې وویل: ستاسو خاوندان د الله لاره کې تللي دي او تاسو د رسول الله ﷺ په ښار کې یئ. که تاسو څوک لرئ چې ليک درته ولولي، صحي ده او کنه دروازې ته رانږدې شئ چې زه یې درته ولولم.

بیا به یې هغوی ته وویل : زموږ استازی په فلانۍ ورځ وځي که خپلو خاوندانو ته لیکونه لیږئ ویې لیکئ. چې موږ یې ورولیږو ، بیا به یې هغوی ته رنګونه او کاغذونه ورولیږل ، وروسته به پخپله ورغی ، هغوی کې به که چا لیکونه تیار کړي وو هغه به یې ورنه واخیستل او که به چا نه و لیکلي هغو ته به یې وویل : دروازې ته رانږدې شه ، خپل خاوند ته چې څه ویل غواړې هغه راته وایه زه به یې لیکم، په دې توګه به ډېرو کورونو ته ورغی او هغو ته به یې لیکونه ولیکل. مخکینۍ حواله

حامد افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button