فضا او د کائناتو وُسعت / اوومه برخه

لیکوال: سردار ناطق الحق (امین)

هوا او فضا:
موږ په لومړۍ برخه کې فضا دا سې تعریف کړه: ((فضا آسمان ته ویل کیږي! فضا هغې وسیعې ساحې ته هم وایي ؛ چې د ځمکې پرشاوخوا له راڅرخېدلې کړۍ (جَوّ) یا اتمسفر څخه ور هاخوا پرته ده، فضا د اتمسفر له لومړنۍ لایې ]تراپسفر /Troposphere] څخه پورته آزادې او تشې ساحې ته هم ویل کیږي؛ خو تر ټولو ښه او جامع تعریف به یې همدا وي چې: [فضا له هوا څخه پورته آسمان ته ووایو])) او د کائناتو ډېری محققین هم له هوا څخه بیرونۍ تشې ته فضا وایي.
د فضا علمي تعریفونه او فلسفي استدلالونه بیخي ډېر دي؛ ځکه خو یې موږ له راوړلو تېریږو! مګر دومره به ووایو چې: د ځمکې له هوا څخه؛ بیا تر لایتناهي…؟ پورې آسمان ته فضا ویل کیږي.
((یعنې هوا، بیا فضا))
خو د دغو دواړو تر منځ هم لاتراوسه واحده او منل شوې پوله نه ده ټاکل شوې، بلکې له ځمکې څخه سل (100) کیلومتره لوړه (د کارامان په نوم) یوه لیکه ده؛ چې دغې لیکې ته د هوا او فضا تر منځ- وېش وایي.
د ځمکې جاذبه قوه:
د ځمکې پر مخ، یا په هواکې د دروندوالي احساس! د ځمکې جاذبه قوه ده.
څومره چې د دوو مختلفو اجسامو تر منځ جِرم غټیږي، پر همغې اندازه کشش او جذب هم قوي کیږي.
خو قانون داسې دی چې: غټ جذبوونکی جسم به وړوکی جسم ځانته کشکوي ؛ نه برعکس!
څومره چې موږ له ځمکې څخه لیرې کیږو، هومره مو د ځمکې پر خوا جذب یا کشش هم کمیږي.
ګورئ!
کوم وخت چې په غره کې پر یوه غټ کمره خېژئ او یا په کلي -کور کې پر کوم دېوال د چا باغ ته (د مڼو د غلا لپاره!) ور اوړئ – نو تر ختلو به مو راکوزېدل (یو څه نه! بلکې) ښه ډېر ستونزمن وي؛ چې همدغه دروندوالی د ځمکې جاذبه قوه بلل کیږي.
د پاسني مثال شرح به داسې وکړو: تاسو د آهنروبا یوه قوي ټوټه په یوه لاس او د وسپنې ټوټه په بل لاس کې ونیسئ ! نو کله چې وسپنه ورته نږدې کوئ، یو قسم قوه رامنځته کیږي او کله یې چې ترې لیرې کوئ بل قسم (یعنې د کشش قوه د دفاع تر قوې زیاته وي!)
جاذبه قوه هم په ټولو ځایونو کې یو شان نه وي؛ بلکې په ژورو ځایو کې (نسبت لوړو ته) زیاته ده؛ځکه خو لاندې په څاه کې د یوه جسم وزن -د غره د سر په تناسب- کم وي، خو احساسیږي نه! ځکه چې: له جسم سره د هغې د وزن معلومولو کاڼی- هم په یوه ډول! خپل وزن کم او زیات کوي ؛ لکه مقیاس د یوه جسم او هغه داسې: تاسو د یوه قلم انځور؛ یو ځل یو پر یو (1:1) مقیاس چاپ کړئ ، بیا همدغه انځور یو پر سل (1:100) بیا یې یو پر زر چاپ کړئ (1:1000).
باالعکس یې! یو پر صفر اعشاریه یو (1:01) بل وار یې سل پر یو (100:1) باندې چاپ کړئ، بیا دغو ټولو انځورونو ته وګورئ ؛ نو په ټولو حالاتو کې به قلم یو ډول درته ښکاره شي؛ چې همدغه حالت ته مقیاس یا Scale وایي.
د ځمکې د جوٌ (اتمسفر) په ضخامت او لایو ، همدا راز د جاذبې قوې په وُسعت کې هم – لا تر اوسه ستوري پېژندونکي او د کائناتو محققین نه دي سره متحد شوي؛ بلکې هر څوک د خپلې پوهې پر اساس تخمین او اټکل کوي؛ نو مطلب دا چې زموږ تحقیق هم سل په سل کې دقیق نه دی.
خو اوسطه اندازه او زما د معلوماتو نڅوړ دا دی چې: د جوٌ د غیر مرئي ګازي انجماد- موقعیت د ځمکې له سطحې څخه سل (100) کیلومتره لوړ دی ؛ یعنې سل کیلومتره پاس جوٌ دومره سخت دی؛ چې که فضائي سفینه نېغه (یعنې عمود!) پرې ولګیږي؛ خامخا به اور واخلي او ذره ذره به شي! ځکه چې: د تصادف او حادثې پر مهال؛ د جوٌ دفاعي قوه (د سانتګراد په اساس) دری زره پنځه سوه (3500) درجې حرارت رامنځنه کوي؛ نو ځکه خو چې کوم وخت فضائي بېړۍ له دغه خط څخه وزي او یا هم بېرته دغه خط ته (له پاسنۍ خوا) ننوزي؛ نو هم باید سرعت زیات کړي او هم زاویه تغیر کړي ؛ که دا دوه کاره یې و نه کړل ؛ نو نه له دغه مرز څخه و تلای او نه هم ورته راننوتلای شي.
اوسط سرعت د سفینې باید په یوه ساعت کې آته ویشت زره (28000) کیلومتره وي او که له دغې اندازې کم شي؛ نو بیا به فضائي بېړۍ هم، هملته سرګردانه او لالهانده ګرځي- راګرځي، چې نه به لاندې راکوزېدای شي او نه به بېرته پاس ختلای شي؛ همدا راز باید زاویه هم عمودي نه! بلکې مانور یې افقي کړي؛ تر څو د جوٌ له قانون سره په ټکر کې واقعه نه شي او ځمکې ته روغه را و رسیږي.
نور بیا…ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: