سپوږمکۍ (Satellite) څومره پېژنئ؟

سپوږمکۍ څه ده؟
هر هغه شی (Object) چې په فضا کې د یو بل شي (Object) په شاوخوا څرخیږي د سپوږمکۍ (Satellite) په نوم یادیږي. لکه: ځمکه چې د لمر ګردچاپېره، سپوږمۍ د ځمکې ګردچاپېره او اوسنۍ مصنوعي سپوږمکۍ هم د ځمکې ګردچاپېره څرخيږي.
هغه لار چې په هغه کې سپوږمکۍ د بل شي (Object) څخه څرخیږي د مدار (Orbit) په نوم یادیږي.

د سپوږمکۍ ډولونه د جوړښت له مخې:
۱: طبعي سپوږمکۍ (Natural Satellites)
طبعي سپوږمکۍ هغو سپوږمکیو ته ویل کیږي چې په طبیعت کې موجودي وي یانې د انسان په وسيله نه وي جوړه شوې.
تر اوسه پورې تر ۱۷۳ پورې طبعي سپوږمکۍ یا سیارې پېژندل شوې چې د شمسی نظام ګردچاپېره څرخیږي.
ټولې هغه سپوږمکۍ یا سیارې چې د لمر شاوخوا څرخیږي طبعي سپوږمکۍ دي.
یوازینۍ طبعي سپوږمکۍ چې د ځمکې ګرد چاپېره څرخیږي سپوږمۍ (Moon) دی.

۲: مصنوعي سپوږمکۍ (Artificial Satellites)
مصنوعي سپوږمکۍ هغه سپوږمکیو ته ویل کیږي چې په طبیعت کې نه وي موجودې یانې د انسانانو د فکر لاسته راوړنه ده. لکه افغانسټ یو چې څو کاله وړاندې د افغان حکومت لخوا فضا ته ولېږل شوه.
د نړۍ لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ Sputnik 1 دی چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د ۱۹۵۷ کال د اکتوبر میاشتې په ۴ مه نېټه فضا ته ولېږل شوه. هدف یی د فضا د تودخې د درجې په اړه بېرته ځمکې ته معلومات رالېږل و. د Sputnik 1 اندازه د باسکټبال د بال هومره او وزن یې ۱۸۳ پاونډه و چې خپل مدار ته په ۹۸ دقیقو کې ورسېده.

سپوږمکۍ څه ډول کار کوي؟
که چېرې دوه مرکزونه (Stations) وغواړي چې خپل منځ کې Radio broadcast ترسره کړي خو تر منځ یې له نورمالې فاصلې څخه زیاته مصافه وي، دواړه مرکزونه له سپوږمکۍ څخه د خپلو معلوماتو د لېږد رالېږد لپاره ګټه اخیستلی شي، یو مرکز به خپل سیګنال سپوږمکۍ ته د Uplink frequency په وسیله لیږي یا (Transmit) کوي، سپوږمکۍ د Transponder په وسیله دغه سیګنال تبدیلوي او دویم مرکز ته یې په Downlink frequency باندې لیږي.
هغه ساحه چې د سپوږمکۍ څخه سیګنال ترلاسه کوي د Satellite’s footprint په نوم یادیږي.

د سپوږمکۍ مدار
هغه مدار چې د لمر ګردچاپېره وي د Heliocentric orbit په نوم یادیږي، لکه: شمسي نظام کې ټولې سیارې.
هغه مدار چې د ځمکې ګردچاپېره وي د Geocentric orbit په نوم یادیږي، لکه: سپوږمۍ او مصنوعي سپوږمکۍ. اوس وخت کې تقریبا د 2456 مصنوعي سپوږمکیو مدار د ځمکې ګردچاپېره دی.

د Geocentric Orbits ډولونه
LEO (Low Earth Orbit)
هغه مدار (Orbit) دی چې لوړوالی یې له 0-2000 کیلو مترو یا له 0-1240 میلو پورې وي.

MEO (Medium Earth Orbit)
هغه مدار (Orbit) دی چې لوړوالی یې له 2000-35786 کیلو مترو یا له 1240-22236 میلو پورې وي، دې ته Intermediate Circular Orbit هم ویل کیږي.

GEO (Geosynchronous Earth Orbit)
هغه مدار (Orbit) دی چې لوړوالی یې 35786 کیلومتره یا 22236 میله وي.

HEO (Higher Earth Orbit)
هغه مدار (Orbit) دی چې لوړوالی یې له Geosynchronous orbit څخه زیات

د سپوږمکۍ ځیني ډولونه د ګټه اخیستنې له مخې
Astronomy satellites
دا سپوږمکۍ د غټو تلسکوپونو په ډول وي چې په فضا کې د شیانو د کتلو لپاره استعمالیږي.

Communication satellites
دا سپوږمکۍ د Telecommunication لپاره استعمالیږي یانې د تلویزیون، راډیو او تلیفون د سیګنلو لېږد رالېږد په مستقیم ډول دنړۍ هر ګوټ ته کوي. چې افغانسټ ۱ یو هم د Communication satellite له جملې څخه دی.

Navigation satellites
د یو شي (Object) د ځای معلومولو لپاره استعمالیږي.

Weather satellites
د نړۍ د هرې برخې د هوا د حالاتو د وړاندوینې لپاره استعمالیږي.

د سپوږمکۍ ګټې اوتاوانونه:
ګټې یې:
یوه ساحه په تکراري ډول تر پوښښ لاندې نیسي.
په یو وخت کې زیاته ساحه تر پوښښ لاندې نیسي.
د ژوند موده یې ۱۰ څخه تر ۱۵ کاله پورې وي.
د سپوږمکیو تر منځ ارتباط (Communication) ډېر دقیق وي.

تاوانونه یې:
د ځمکې په قطبو کې ښه نتیجه نه ورکوي.
فضا ته لېږل یې زیات مصرف لري.
بې اعتباره وي (اطمیناني نه وي).

لیکنه: محمد نور مسلم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button