أموي خلافت: (۲۰مه برخه) د حضرت علي رض او معاویة رض تر منځ محاکمة او د نهروان جنګ

د دواړو فریقینو اتفاق وسو چي هر فریق به د خپل جهته یو سړی انتخابوي ، بیا چي دوی پر کوم شي اتفاق سره وکړ هغه به دواړو ته د منلو وي ، سرغړونه به نه تري کوي ، حضرت علي رض د خپل جهته أبوموسیٰ أشعري رض وټاکه ، حضرت معاویة رض عمروبن العاص وټاکه ، ځای أو وقت د ناستي یي د روژې مبارکي میاشت، 37هجري کال أو «دوحة الجندل» نومی ځای منتخب کړ.
له دي پریکړي سره چي د دریمګړو ټاکل وو ، د حضرت علي رض په لښکر ور ګډ سوو پټو خوارجو خپل ځانونه ښکاره کړه او اختلاف یي وکړ ، شعار یي دا وو «إن الحكم الا لله» فيصله او پریکړه یواځي الله لره ده ، قصد یي اعتراض د حضرت علي رض أو معاویة رض د دریمګړو پر ټاکلو باندي وو ، پر حضرت علي رض یي خروج أو بغاوت وکړ ، حضرت علي رض د دوی سره د مذاکري أو تفاهم په نیت عبدالله بن عباس رض ور واستوی ، د هغه وروسته حضرت علي رض خپله ورسره بحث او مناظره وکړه چي بعضو یي بیرته رجوع وکړه او بعضي پر هغه ګمراهۍ پاته سوه ، د خوارجو او حضرت علي رض تر مینځ جنګونه وسوه ، تر څو چي خوارجو هغه په ناپامۍ کي په شهادت ورساوه.

د خلافة راشدة په تاریخ کي د تحکیم موضوع د هغه خطرناکه موضوعاتو څخه ده ، بعضو مؤرخینو ډیر ضعیف او موضوعي روایات په دي هکله ذکر کړي دي ، بعضو پکښي د صحابه کرامو اهانت او سپکاوی کړی ، حتی ځیني مؤرخینو حضرت أبوموسی الأشعري په کم عقلۍ أو غفلت محکوم کړی ، او حضرت عمروبن العاص یي چمبازه او چالاکه یاد کړی ، په حقیقت کي دا د اسلام د مبغضینو لخوا اشاعات دي په دغه دوو عظیمو شخصیتو پوري ، خاصتا دا د هغه بد بختو ملفق او کاذب روایات دي چي د صحابه کرامو سره عداوت او عناد لري.
خلاصه داچي دواړو فریقو پر دي فیصله سره وکړه چي جنګ به متوقف کیږي او هره ډله به و خپل ځای ته ځي ، حضرت علي رض به په کوفه کي د خلیفة المسلمین په حیث پاته کیږي او حضرت معاوية رض به پر شام باندي أمیر پاته کیږي تر څو چي دواړه حکمین او فیصله کونکي د دي مشکلي د حل د پاره یوه اتفاق ته سره رسیږي.
د حضرت علي رض په لښکر ور ګډ سوي بعضي کسان په دي خوښ نه وه چي د حضرت علي رض او معاویه رض تر مینځ جنګ متوقف شي ، بیا دا کسان و حروراء نومي ځای ته ولاړه ، او د حضرت علي رض پر وړاندي یي بغاوت وکړ ، حضرت علي رض د خپل لښکر د مشرانو قمندانو سره مشوره وکړه ، فیصله یي پر دي وسوه چي دوی به جنګ ته نه ور وځي تر څو چي هغوی جنګ نوي پیل کړی ، حضرت عبدالله بن عباس رض د خوارجو و معسکر ته ورغی او قصد یي وو چي دوی بیرته واسلام ته را رد کړي ، عبدالله بن عباس رض وتوانیدی چي زرګونه کسان له بغاوته را وګرځوي ، مګر د شپږ زره شاوخوا خوارج پر هماغه ګمراهۍ پاتي شوه.
خوارجو د حضرت علي رض په غیاب کي په خپلو تحرکاتو شروع وکړه ، په دي وخت کي خوارجو ملعونینو جلیل القدر صحابي عبدالله بن خباب بن الأرت او د هغه حامله میرمنه او درې نوري ښځي چي د طيء د قبیلي وي په شهادت یي ورسولي.
حضرت علي رض چي کله په واقعه خبر سو فیصله یي وکړه چي پیل به په همدي خوارجو کوي ، حضرت علي رض د خپل لښکر سره د خوارجو پر طرف ور روان سو ، و نهروان نومي ځای ته ورسید ، مخکي تر دي چي د خوارجو سره جنګ شروع کړي حضرت علي رض و خوارجو ته حال ولیږه تر څو د عبدالله بن خباب قاتلین په لاس ورکي ، هغوی ظالمانو ورته وویل چي موږ ټوله ملګري ستاسو د ټولو وینه حلاله بولو ، وژنو مو . بیا حضرت قیس بن سعد رض کوښښ وکړ چي د وعظ او نصیحت له لاري یي له بغاوت څخه راوګرځوي مګر هیڅ نتیجه یي ورنکړه ، کله چي حضرت علي رض ناأمیده سو نو د جهاد بیرغ او رايه یي و حضرت أباأیوب أنصاري رض ته ورکړه ، بیا هغه په لوړه أواز ږغ وکړ که هرڅوک تر دي بیرغ لاندي راسي ودریږي هغه په أمن دی ، که څوک له جنګ څخه پر شا سي هغه په أمن دی ، که څوک و کوفي ته ننوځي هغه په أمن دی ، په دي اعلان سره ډیر د جنګه پر شا سول ، مګر ددوی مشر عبدالله بن وهب الراسبي د شپاړس سوه خوارجو سره پاته سو ، خلاصه په 38 كال د هجـ کي د حضرت علي رض او د خوارجو تر مینځ جنګ شروع سو ، خوارجو ډیر سخته ماتي وخوړه ، فقط یو څو کسان یي پاته سوه هغه هم و تښتیدل ، نور ټوله ووژل شوه ، بیا د څه وخت وروسته همدي پاته خوارجو و دریو کسانو ته وظیفه ورکړه چي حضرت علي رض او حضرت معاویة ابن أبي سفیان رض او حضرت عمرو بن العاص په شهادت ورسوي.
نور بيا…
ليكوال: عبدالرحمن محمود

#المصادر :
– تاريخ الطبري.
– الدولة الأموية للصلابي
– ﻣﺮﻭﻳﺎﺕ ﺃﺑﻲ ﻣﺤﻨﻒ ﻓﻲ ﺗﺎﺭﻳﺦ اﻟﻄﺒﺮﻱ.
– الموسوعة الميسرة فى التاريخ الإسلامي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button