انسان ته کله لومړنی مصنوعي زړه واچول شو؟

مصنوعي زړه له هغه ارټیفیشل اورګان څخه عبارت دی چې د انسان یا حیوان د اصلي زړه پر ځای لگول کېږي او دوو یا څلورو کلونو پورې د اصلي زړه دنده پرمخ وړلی شي.
د زړونو پیوندونې پروسه د یوویشتمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې پیل شوې چې د یو لړ عملیاتو په کولو سره یې پایله ښه ارزول شوې. د دې لړۍ لومړنی عملیات د فرانسوي ډاکټرانو په وسیله ترسره شول چې د غوا او مصنوعي الاتو د مرکب څخه یې یو مصنوعي زړه جوړ او پیوند کړ!
فرانسوي ډاکټرانو د يوې پرمختللې جراحي عملياتو په ترڅ کې يو مصنوعي زړه يوه ناروغ ته چې له قلبي ناروغيو کړېده ور پيوند کړ، دا زړه به تر راتلونکو ۵ کلونو پورې د يوه موقتي زړه په توگه درزېږي.
یادد مصنوعي زړه چې د لاسي ساعتونو د بېټريو په ډول بېټريو باندې کار کوي بېټرۍ يې له بدن د باندې پر پوستکي لگول کېږي. د غوا او ماشيني توکو څخه جوړ شوی زړه د پخوانيو مصنوعي زړونو برخلاف اوس د ۵ کلنو لپاره د دې سړي په بدن کې نصب شوی او تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به فرانسوي ډاکټران د عمري زړه په جوړولو کار پیل کړي، چې بيا يې وروسته له ۵ کلونو پورې په ياد سړي کې نصب کړي.
فرانسوي ډاکټرانو وایي: کله مو چې زړه ناروغ ته ورپيوند کړ له عملياتو وروسته ناروغ په ښه وضعيت کې و او کوم جدي مشکل یې نه درلود، خو د کارمټ اجرايوي رییس مارسيلو کانويټي وايي: موږ د لومړني مصنوعي زړه له پيوند څخه خوښ او راضی يو، که څه هم د دې زړه د زړېدلو وخت ډېر کم دی، خو موږ د راتلونکي لپاره تياری نیسو چې ۵ کاله وروسته نوموړي ته دايمي زړه ور پیوند کړو.
دا مصنوعي زړه د اروپا د هوايي او فضايي دفاع د شرکت د فرانسوي پوهانوله خوا چې په هالنډ کې يې مرکز دی ،جوړ شوی دی، وزن یې ۹۰۰ گرامه دی چې د يوه عادي زړه دری برابره دروند دی، د دې زړه عضلات منقبض کېدلی شي او د داسې حس گرونو درلودونکی دی چې د وينې جريان د انسان د بدن د حرکت په نظر کې نيولو سره پمپ کوي.
د دې زړه په داخل کې هغه برخې چې د انسان له بدن سره بايد ونښلول شي د غوا د زړه له ځينو کوچنيو برخو څخه جوړې دي، ځکه چې داسې ګومان کېده، چې د مصنوعي موادو نښلول به له انساني رگونو سره د وينې د لخته کېدو لامل شي.
دغه مصنوعي زړه به د هغو زرګونو کسانو لپاره چې د زړه د ناروغي له امله کړېږي په راتلونکې کې مرسته وکړي، چې له خپل دې رنځ څخه په امان شي.
ياده دې وي، چې په نړۍ کې لومړی ځل د زړه د پيوند عمليات په ۱۹۶۰ لسيزه کې د سويلي افريقا د يوه ډاکټر له خوا تر سره شوي دي.

سرچینه: پوهنغونډ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button